د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

د ملا منصور مړینه د ایران او طالبانو اړیکي واضح کوي


د بریتانیا ګاردیڼ ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې "د ملا منصور مړینه د ایران او طالبانو اړیکي واضح کوي"

د ګارډین په وینا د ایران شیعه دولت له فکري پلوه د طالبانو له افراطي سني ډلې سره اختلاف لري، خو بیا هم دې دواړو له یوه بل سره همکارۍ ته زړه ښه کړی.

ورځپاڼه زیاتوي د ملا منصور له وژل کیدو دا څرګندیږي چې طالبان له ایران سره پیچلي اړیکي لري او دا ځکه چې د طالبانو مشر پر هغه لویه لاره وژل شوی دی چې د ایران تر پولې غځیدلې ده.

د ملا منصور په پاسپورټ کې د ایران د ویزې مهر لیدل شوی دی چې نژدې دوه میاشتې مخکې ایران ته داخل شوی و.

د ګارډین په مقاله کې بیا لولو چې پاکستان هغه هیواد دی چې تل انتقاد پرې شوی دی چې طالبانو ته یې پناه ورکړې او د هغوی ملاتړ یې کړی، خو د ایران او طالبانو تر منځ د عقیدوي سختو اختلافاتو سربیره اړیکي پیدا شوې دي.

ورځپاڼه لیکي تهران او طالبانو د خپل ګډ دښمن او خپلو ګډو ګټو په خاطر نژدې اړیکي ټینګ کړې دي.

که څه هم ایران دا تور رد کړی دی چې ملا منصور ایران ته تللی خو د افغانستان په لویدیځ کې له یوې نسبتا اوږدې مودې راپه دې خوا خلک شکایت لري چې ایران د طالبانو ملاتړ کوي او له هغوی سره په افغانستان کې د بریدونو لپاره مرسته کوي.

واشنګټن:

د لویدیځ بلې ورځپاڼې، واشنګتن پوسټ بیا د افغانستان د سولې پر بهیر د ملا اختر محمد منصور د مړینې اغیزې په یوې لیکنه کې چې خپره کړې یې ده، څیړلي دي.

دا ورځپاڼه لیکي، د امریکا د ولسمشر اوباما اداره په دې باور ده چې د ملا منصور له وژلو سره په افغانستان کې د سولې د لارې یو ستر خنډ لرې شو.

واشنګتن پوسټ بیا لیکي، دا ښکاره ده چې ملا منصور په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مخالف و او نه یې غوښتل چې د خبرو میز ته حاضر شي، خو ملا منصور د افغانستان د سولې د لارې یوازینی خنډ هم نه و.

د پاکستان په بلوچستان کې په هغه ځای کې چې طالبان ډیر فعاله دي د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ملا منصور ووژل شو خو واشنګتن پوسټ لیکي چې تر اوسه معلومه نه ده چې د هغهَ وژل به د افغانستان د سولې بهیر ګړندی کړي که به یې ورو کړي.

واشنګتن پوسټ څرګندوي، تر څو چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان نورو موضوعاتو ته د افغان ځواکونو د جدي ملاتړ په ګډون غور ونه کړي د شنبې د ورځې د برید په څیر حملې به د افغانستان د سولې ټکنی بهیر ګړندی نه کړي.

XS
SM
MD
LG