د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

په بې پيلوټه الوتکه کې وژل شوى ولي محمد دى که ملامنصور؟ 


هغه مړى چې احتمالاً د وژل شوي طالب مشرملااختر منصور ګڼل شوى لا هم په کوټه کې د حکومتي ادارو په ولکه کې دى او هلته د ملکي روغتون چارواکي وايي چې د جسد نمونه يې د ډي اين اې معايناتو لپاره اسلام اباد ته استولې چې مالومه کړي ايا دا مړى د ملا اختر محمد منصور دى او که د ولي محمد په نامه د بلوچستان د هغه کس دى چې پاسپورټ يې د پېښې له ځايه ترلاسه شوى. د بلوچستان ايالتي حکومت وايي، د دې قضيې د څېړلو لپاره يې سيمې ته دوه پلاوي استولي دي.

که څه هم افغان حکومت د امريکا هغه ادعا تاييد کړې چې وايي د شنبې په ماسپښين يې د بلوچستان په نوشکي سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ملا اختر محمد منصور وژلى، خو د بلوچستان ايالتي چارواکيو لا تر اوسه نه په رسمي توګه د بې پيلوټه الوتکې حمله منلې او نه يې دا منلې چې په دې پېښه کې دي طالب مشر ملااختر محمد منصور وژل شوى وي.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير سرفراز بګټي
د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير سرفراز بګټي

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير سرفراز بګټي په دې اړه رسنيو ته وويل:

"پر موټر بريد شوى، خو دا نه شو ويلاى چې دا د ډرون بريد دى که په موټر کې چاودېدونکي توکي وو او هغه چاودلی دی، زموږ ډله سيمې ته رسېدلې، هغوى څېړنې کوي چې څه مالومات لاس ته راځي له تاسې سره به يې شريک کړو."

د بلوچستان د پاسپورټ او شناختي کارډ جوړولو ادارو د هغه پاسپورټ او شناختي کارډ په اړه پلټنه پيل کړې چې د شنبې په ورځ له هغه ځايه تر لاسه شوی چې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې په موټر کې دوه تنه و وژل شول.

د بلوچستان د پاسپورټ او شناختي کارډ جوړولو ادارو د هغه پاسپورټ او شناختي کارډ په اړه پلټنه پيل کړې
د بلوچستان د پاسپورټ او شناختي کارډ جوړولو ادارو د هغه پاسپورټ او شناختي کارډ په اړه پلټنه پيل کړې

په تر لاسه شوي پاسپورټ کې د هغه تنه نوم ولي محمد ليکلى چې ګومان کېږي ملا اخترمحمد منصور به وي، خو د پاکستان د شناختي کارډ جوړولو ادارې د دوشنبې په ورځ په دې اړه جزيات خپاره کړي او ويلي يې دي چې ولي محمد ريښتيا هم له کلاعبدالله سره تړاو لري او د چمن د (جديد کلي) اوسېدونکى دى، يوولس اولادونه لري او د پاکستان د عمومي ټاکنو په انتخابي فهرست کې يې نوم هم درج دى.

خو د کلاعبدالله او چمن خلکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي چې د ولي محمد په نوم کوم تن پېژني که نه او نه يې هم د کورنۍ څوک پيدا شوي چې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې له وژل شوي تن سره دي يې د خپلوۍ دعوه کړې وي او د هغه د مړي غوښتنه دي يې کړې وي.

پر هغه پاسپورټ چې د څښتن نوم يې ولي محمد ښوول کېږي- د ايران ويزه هم لګېدلې او د ايران سرحدي چارواکيو تاييد کړې چې د مې پر ٢١مه يې د ولي محمد په نوم د يوه تن پر پاسپورټ د خروج ټاپه وهلې او پاکستان ته يې را اړولى دى.

له هغه ځايه له محمداعظم نومي ډرېور سره له تفتان ښاره د هغه په موټر کې يوازې راسپور شوى او کوټې ته را روان وو چې د نوشکي د کوچکي سيمې په احمدوال نومې ځاى کې ورباندې حمله وشوه چې د امريکا د دفاع وزارت له ادعا سره سم دا د بې پيلوټه الوتکې بريد و او په نتيجه کې يې ملااختر محمد منصور وژلى دى.

دلته د کوټې په ملکي روغتون کې د طبي معايناتو د څانګې مسوولين وايي چې د هغه جسد نمونې يې د ډي اين اې معايناتو لپاره اسلام اباد ته لېږلې دي چې د پېژندلو نه دى او د نتايجو په تر لاسه کېدو به دا څرګنده شي چې آيا دغه مړى د ملا اخترمحمد منصور دى او که د ولي محمد په نامه د کلاعبدالله د اوسېدونکي دى، خو د جسد په اړه ويل کېږي چې هغه لا هم د امنيتي ادارو په ولکه کې دى.

د کوټې په ملکي روغتون کې د طبي معايناتو د څانګې مسوولين وايي چې د هغه جسد نمونې يې د ډي اين اې معايناتو لپاره اسلام اباد ته لېږلې
د کوټې په ملکي روغتون کې د طبي معايناتو د څانګې مسوولين وايي چې د هغه جسد نمونې يې د ډي اين اې معايناتو لپاره اسلام اباد ته لېږلې

د يادونې وړ ده چې پاکستاني چارواکيو په غيرمستقيمه توګه په نوشکي کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې بريد تاييد کړ او دا يې د پاکستاني پر خپلواکۍ بريد بللى، خو دا يې لا نه ده منلې، چې په دې بريد کې وژل شوى تن دي ملااختر محمد منصور وي.

راپور: بارکوال میاخېل

XS
SM
MD
LG