د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

باراک اوباما د افغان طالبانو د مشر وژل کېدل تایید کړل


د امريکا ولسمشر بارک اوباما تاييد کړه چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وژل شوى دى.

ده د منصور وژنه په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره يو مهم ګام وباله.

بارک اوباما نن دوشنبې په يوه اعلاميه کې ويلي: موږ د طالبانو د ډلې دغه مشر چې په القاعده پورې د تړلو ډلو غوندې يې پر امريکايانو او ائتلافي قواوو حملې پلانولې او د افغانانو پرضد يې جګړه پرمخ بېوله، له منځه يووړ.

افغان چارواکي وايي ملا اختر محمد منصور د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوى دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر دې حملې انتقاد کړى او د پاکستان د حاکميت له حق څخه يې سرغړونه بللې ده.

دغه وزارت وايي امريکا تر دې حملې مخکې له اسلام اباد سره معلومات نه وو شريک کړي.

وروسته له هغې چې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مرګ خبر خپور شو، ملا منصور د ٢٠١٥میلادي کال په جولاى مياشت کې د دې ډلې د مشر په توګه وټاکل شو.

XS
SM
MD
LG