د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

پاکستان: د طالبانو پوځي لاسته راوړنې باید محدودې شي


د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت یو لوړ پوړي چارواکي ویلي، افغان حکومت باید د طالبانو بریاوې محدودې کړي او دې ډلې ته دې امتیازات ورکړي څو د سولې په خبرو کې پرمختګ وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرسیتال اعزاز احمد چوهدري دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د څلور اړخیزې ډلې په پنځمه غونډه کې کوم پرمختګ ونه شو.

د افغان طالبانو استازې د چارشنبې په ورځ په هغو څلور اړخیزو خبرو کې څرګند نه شول چې د افغانستان د سولې په اړه د چین، امریکا، پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ وشوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرسیتال اعزاز احمد چوهدري ویلي، د افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره د طالبانو د چمتو کولو هڅې یوازې په هغه صورت کې بریالۍ کېدای شي چې د افغانستان پوځ طالبان په جګړه کې له لاس برۍ او د نورو بریاو له تر لاسه کولو راوګرځوي.

چوهدري د رویټرز خبري اژانس ته ویلي:

"موږ پر دې باور یوو چې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا باید د طالبانو پر ضد موثر اقدامات وشي څو ډاډمنه شي چې دا وسله واله ډله پوځي بریاوې نه شي تر لاسه کولی."

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرسیتال وايي، طالبان باید دا درک کړي چې دوی د خبرو پر میز د جګړې د ډګر په مقایسه ډیر څه تر لاسه کولی شي.

نوموړې همدارنګه زیاته کړې چېپاکستان خپله ټوله هڅه کوي چې د حقاني شبکې په ګډون وسله وال طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي.

نوموړي ویلي یو شمیر طالب مشران چې په پاکستان او افغانستان کې دي هڅه کوي چې له خپل اغیز څخه کار واخلي او طالبان خبرو ته وهڅوي، خو د اعزاز احمد چوهدري په وینا افغان حکومت هم باید ورته هڅې وکړي.

چوهدري په عین حال کې چې د افغانستان له خوا یې پر طالبانو د پوځي فشار د زیاتوالو غوښتنه کړې، خبرو ته یې ددې ډلې د هڅولو لپاره د افغان حکومت له خوا د امتیازاتو په ورکولو او د باور د جوړولو په اړه هم ټینګار کړی دی.

خو افغان چارواکي وايي، پاکستان ته پکار ده هغه اقدامات تره سره کړي چې د دوی پر غاړه دي او دوی یې د څلور اړخیز کمېسیون په غونډو کې د ترسره کولو ژمنه کړې.

د ولسمشر اشرف غني یو ویاند دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل، افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو او د دوی د بهرنیو ملاتړو د هغو هڅو مخه نیولې چې غوښتل یې په دې کال کې د افغانستان پراخې سیمې لاندې کړي.

د ښاغلي مینه پال په وینا دا مهال افغان ځواکونو په ټول هیواد کې د شفق په نوم پراخ عملیات پیل کړي او د جګړې لوری یې د ځان په ګټه بدل کړی:

"د پاکستان لپاره پکار داده چې له خپله اړخه اقدامات وکړي، د افغانستان د امنیت په برخه کې اقدمات د افغانستان د امنیتي ځواکونو کار دی او دوی د خپلو خلکو ساتنه او دفاع خپل مسولیت ګڼې، پاکستان باید هغه ژمنې عملي کړي چې د څلور اړخیز کمېسیون په غونډو کې یې کړي دي. "

افغان چارواکي وايي، د څلور اړخیزې ډلې په پخوانیو غونډو کې پریکړه شوې وه چې خبرو ته د طالبانو د نه حاضریدو په صورت کې به پاکستان په دې هیواد کې د افغان طالبانو د مشرانو پر ضد اقدمات کوي.

د مینه پال په وینا اوس ددې وخت دی چې پاکستان دا ژمنې عملي کړي او په دې توګه پر هغو طالب مشرانو فشار راشي چې د کرښې اغاړه خوندې ځایونه لري.

تیره میاشت په کابل له یوې خونړۍ حملې وروسته چې څلورشپیته کسان یې ووژل افغان ولسمشر وویل، سره ددې چې د سولې لپاره ور نه تړي خو د حکومت د مخالفو وسلوالو پر ضد به پوځي اقدماتو ته لومړیتوب ورکړي.

ولسمشر غني ویلي وو،له پاکستاني چارواکو نوره دا تمه نه کوي چې د سولې خبرو ته دې طالبان حاضر کړي بلکې ترې غواړي چې د هغو طالبانو پر ضد چې پاکستان کې پټنځایونه لري او سوله یې رد کړې باید اقدامات وکړي.

د ولسمشر ویاند دوا خان مینه پال هم ازادي راډیو ته وویل، سږ کال افغان ځواکونه د تیر کال په پرتله د مخالفو وسلوالو پر ضد مبارزه کې ډیر پیاوړي دي او د جګړې لوری یې بدل کړی.

XS
SM
MD
LG