د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

اصف: د پاکستان او افغانستان امن له يو بل سره تړلى دى


د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف وايي، د افغانستان و پاکستان امن له يو بل سره تړلي دي او هيله يې ښودلې چې د افغانستان د امن لپاره به د څلور اړخيزې کومېټې هڅې بريالۍ شي.

نوموړي دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال کړي دي.

ښاغلي اصف دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې نن په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې په لړ کې د امريکا، پاکستان، چين او افغانستان د څلور اړخيزې کومېټې پېنځمه غونډه کېږي.

دغه څلور اړخيزه کومېټه چې د تېر کال په وروستيو کې په اسلام اباد کې د پاکستان په کوربه توب د افغانستان په اړه په جوړ شوي ايشيا زړه کنفرانس کې جوړه شوې ، تر دې دمه يې څلور غونډې کړي دي.

د پاکستان د دفاغ وزير ددغه څلور اړخيزې کومېټې د هڅو په اړه هيله مندي ښودلې او همداراز يې ټينګار کړى چې د افغانانو په مشرۍ و رهبرۍ د سولې د پروسې بشپړ ملاتړ کوي.

ښاغلى اصف په دې اړه وايي:

"د افغان په مشرۍ و رهبرۍ سوله پروسه به تلپاتې وي او موږ د هغې ملاتړ کوو، د افغانستان امن ظاهره ده د پاکستان او د پاکستان امن له افغانستان سره تړلې دى، زموږ په خلوص او ښه نيت کوښښ دى چې په افغانستان کې د امن راوستلو لپاره د څلور اړخيزې کومېټې کوښښونه بريالي شي."

دغه څلور اړخيزې کومېټې تر دې دمه څلور غونډې کړي او په کابل کې يې د وروستۍ غونډې پر مهال پر افغان طالبانو غږ کړى و چې له حکومت سره دې خبرو اترو ته کېني.

که څه هم د څلور اړخيزې کومېټې تر څلورمې غونډې وروسته ويل کېدل چې ښايي د مارچ په مياشت کې د دواړو خواوو ترمنځ مخامخ خبرې اترې وشي، خو طالبانو تر مخامخ خبرو اترو مخکې شرطونه رامنځته کړل چې په نتيجه کې لا تر دې دمه د دواوو خواوو ترمنځ مخامخ خبرې نه دي شوي.

له بلې خوا د پاکستان د امنيتي چارو سلاکار ناصر خان جنجوعه هم د سې شنبې په ورځ يوې غونډې ته په وينا کې ويلي چې پاکستان او افغانستان يو ډول چېلنجونه سره مخ دى او ټينګار يې کړى چې پاکستان د افغانستان د سولې د پروسې په لړ کې په ښه نيت او مخلصې هڅې کوي.

د يادونې وړ ده چې د طالبانو له خوا له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو اترو تر انکار وروسته د افغانستان د سولې په لړ کې د امريکا، پاکستان، افغانستان او چين د کومېټې دا لومړۍ غونډه ده.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG