د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

لاهم د زړه د سوري په زرګونو ناروغان درملنې ته اړ دي


د افغاني سرې میاشتې د ټولنې مسوولین وايي، اوس هم د زړه د سوري په زرګونو ناروغان شته چې درملنې ته اړ دي.

د افغاني سرې میاشتې د ټولنې رييسې فاطمې ګیلانې د یکشنبې په ورځ، د سره صلیب او هلال احمر د نړیوال نهضت د ورځې د نمانځلو په غونډه کې وویل، اوس هم داسې ماشومان زیږيږي چې زړونه یې سوري وي.

د افغاني سرې میاشتې د ټولنې مسوولین وايي، تر اوسه د دې ټولنې له خوا د زړه د سورې په ناروغۍ د اخته و دکابو ۵۰۰۰ ماشومانو درملنه شوې خو په زرګونو لا شته چې درملنو ته انتظار باسي.

د افغاني سرې میاشتې د ټولنې رييسې فاطمې ګیلاني د یکشنبې په ورځ د مې په اتمه، د سره صلیب او هلال احمر د نړیوال نهضت د نمانځلو په غونډه کې وویل، اوس همداسې ماشومان زیږي چې زړونه یې سوري وي او درملنې ته اړتیا لري.

اغلې ګیلاني زیاته کړه:

"د دې ډول د زرګونو ناروغانو درملنه شوې خو په لسګونو زره نور په لېست کې شامل دي چې باید درملنه یې وشي. هر څوک چې په دې برخه کې مرسته کوي، موږ یې منندوې یو."

میرمن ګیلاني وویل، د حج اوقافو وزارت په دې برخه کې هرکال له حاجیانو څخه یوه اندازه پیسې ګرځوي چې د زړه د سوري د ناروغانو په درملنه لګیږي.

اغلې ګیلاني دا هم وویل، د هند حکومتد پنځه کلونو لپاره هر کال د دغو ناروغانو له درملنې سره یو میلیون ډالره مرسته کوي.

سربیره پردې یو میلیون ډالره زموږ د ټولنې او یو میلیون د خلکو له خوا برابریږي.

د دې ټولنې د معلوماتو له مخې د زړه د سوري لرونکو ماشومانو د درملنې پروګرام په ۱۳۸۸ لمریز کال کې په افغانستان کې پیل شو چې تر اوسه یې د زرګونو ماشومانو درملنه کړې ده.

دا ټولنه وايي، د زړه د سوریو په درملنه او عملیاتو ډیرې پیسې لګیږي او بې وزلې کورنۍ نه شي کولای چې دومره ډیر لګښت وکړي.

افغان ډاکټران وايي، د زړه د سوري ناروغان، د زړه په فشار اخته وي او درملنه یې باید، له پنځه کلنۍ څخه دمخه وشي.

د دې ډاکټرانو له جملې جاوید ناصري وویل:

"ښايي په شپږ کلنۍ، اوه کلنۍ اته کلنۍ یا لس کلنۍ کې دا فشار بېرته وګرځي، کله چې داسې وشول، د زړه پر ښې خوا زور زیاتیږي او دا هغه مرحله ده چې عملیات یې نه کیږي او ناروغ مري."

افغان ډاکټران تاکید کوي چې د دې ډول ناروغانو په درملنه کې باید بې پروايي ونه شي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، هرکال د دې ډول د زرګونو ناروغانو درملنه کیږي خو د درملنې روان پروګرام ډیر مالي امکانات غواړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG