د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

افغانستان به له ۲۰۱۶جنګي کاله څنګه ځان وژغوري؟


فارن پاليسي خپرونې په خپله اخري ګڼه کې د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه مقاله خپره کړې ده.

د دې مقالې عنوان، افغانستان به څنګه له ۲۰۱۶میلادي جنګي کاله ځان وژغوري؟ دی.

مقاله لیکي چې د اپرېل په ۱۲مه طالبانو د خپلو پسرلنيو عملیاتو رسمي اعلان وکړ او سږ کال يې ورته عمري عمليات نوم ورکړی.

مقاله ليکي چې په دې وروستيو کې د کندز او هلمند له پېښو وروسته امنېتي وضعيت نسبتاً ارام وو خو دغه ارامي د اپرېل د ۱۹مې په سهار له منځه ولاړه کله چې طالبانو له ۲۰۱۱میلادي کال راهيسي خپله تر ټولو لويه حمله په پلازمېنه کابل کې وکړه.

په دغه حمله کې تر درې سوه زيات کسان ټپيان شول او تر شپېتو زيات ووژل شول.

مقاله لیکي چې کابل باید د طالبانو د نورو پرمختګونو مخه ژر تر ژره ونيسي څو هغوی قانع شي چې په جګړه کې يې ګټه نشته او مشرتابه یې بايد د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

مقاله افغان حکومت ته يو شمېر وړانديزونه کوي.

په دغو وړانديزونو کې هغو سیمو ته لومړيتوب ورکول دي چې باید خوندي شي امنيت يې ټينګ شي.

مقاله وړانديز کوي چې د افغان هوايي ځواک بايد پياوړی شي، افغان حکومت باید د طالبانو له وېشل شوېو ډلو سره د سولې مذاکرات وکړي، افغان حکومت همدا راز بايد د اداري فساد د له منځه وړلو هڅې ګړندۍ کړي.

ډیپلوماټ:

ډیپلوماټ مجله په خپله يوه مقاله کې افغانستان ته د روسيې د ځانګړي استازي د يوه عکس لاندې پوښتنه کوي چې په افغانستان کې د داعش يا اسلامي دولت ډلې څومره جنګيالي شته؟

مجلې لیکلي:

د روسي مقاماتو هغه خبرې چې په افغانستان او منځنۍ اسيا کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې د تهديد په اړه يې له دوو کلونو راهيسي کوي، په دې وروستيو کې زیاتې شوي دي.

مقاله لیکي چې د ۲۰۱۴میلادي کال په پای کې د ګډ امنيت سازمان رئيس نيکولای بورديوژا ادعا کړې وه چې د اسلامي دولت سخت دريځې هڅه کوي چې په منځنۍ اسيا کې يو پټ سخت دريځی دولت رامنځته کړي.

همدا راز د منځني ختيځ د مطالعاتو انسټيټیوټ رئيس يېفګي ساتانوفسکي په همدې کال کې ويلي و چې د وژونکي تشدد د څپو وړاندوېنه کوي.

خو په هر صورت له دغو دوو نظرونو څخه يو هم د ضمير کابلوف وروستیو خبرو ته نه رسېږي چې د دې تهديد په اړه يې کړي دي.

ډیپلوماټ زیاتوي، ښاغلی کابلوف چې مخکې يې هم په افغانستان او سيمه ییزو هېوادونو کې د داعش ډلې د حضور په اړه له مبالغې ډکې خبرې کړي وې، په دې وروستيو کې يې هم خپلو دغو خبرو ته دوام ورکړی دی.

د مجلې په وينا، ده د روسيې تلويزيون ته ويلي چې اوس مهال شاوخوا ۱۰ زره د داعش جنګیالي په افغانستان کې حضور لري.

په داسې حال کې چې د هغوی شمېر سلو کسانو ته رسېده، ښاغلي کابلوف ويلي چې په يوه کال کې د داعش په غړو کې دومره زياتوالی د پام وړ دی.

ډیپلوماټ زياتوي، د ښاغلي کابلوف له دې خبرو يو څو ورځې وروسته، د ګډ امنيت د سازمان رئيس ښاغلي بورديو ژا د ده خبرې کلمه په کلمه تاييد کړې.

ډيپلومات مجله ليکي چې دا حيروانونکې نه ده چې ښاغلی کابلوف دا تبصرې د دوشنبې په ورځ د امنيت سازمان د ۱۵۰۰ سرتېرو تمريناتو وروسته وکړي.

مجلې ليکلي چې کله هم د دغه سازمان غړي هېوادونه سره يو ځای شي، موږ بې له شکه په افغانستان کې د داعش د وسله والو د ګواښ د ارزيابۍ زياتېدل وينو..

ډیپلوماټ د خپلې مقالې په پای کې لیکلي، دا چې ښاغلي کابلوف به په راتلونکي کې د دغو سخت دريځو شمېر څومره وښيي، دا څرګنده نه ده.

په داسې حال کې چې ډیپلوماټ مجلې په افغانستان کې د داعش د تهديد په اړه د روسي چارواکو څرګندونې ليکلي:

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموريت وياند په دې وروستیو کې ازادي راډيو ته ويلي چې په افغانستان کې د داعش د جنګيالیو شمېر ښايي له زرو څخه تر درو زرو پورې وي.

XS
SM
MD
LG