د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

افغانستان د کابل د وروستۍ پېښې لپاره له م.م مرسته وغوښته


په ملګروملتونو کې د افغانستان دایمي استازي له امنیت شورا غوښتي دي چې د کابل د سې شنبې د ورځې د برید د مسوولانو پرضد لاس په کار شي.

په هغه بیان کې چې تېره شپه په ملګروملتونو کې د افغانستان د ځانګړي استازي له لوري خپور شو، ویل شوي دي چې له هغوی سره دې سخت چلند وشي چې د یاغیانو مشرانو ته یې پناه ورکړې ده.

د کابل وروستی برید، ظاهراً له دوه زره لومړي میلادي کال راپه دې خوا د افغانستان په پلازمینه کې تر ټولو خونړۍ برید ګڼل شوی دی.

بل لور ته ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان حکومت د کابل د سې شنبې د ورځې د برید د تحقیقاتو نتیجه اعلان کړي.

امنیت شورا په تېرو دوو ورځو کې له دفاعي او امنیتي ادارو غوښتي وو چې د دې پېښې په اړه دې د خپل تحقیق نتیجه ژر تر ژره ور وسپاري.

د سې شبنې په ورځ په کابل کې موټربم چاودنې او ورسره نښتې ۶۴ تنه ووژل او ۳۴۷ نور یې ټپیان کړل.

په ملګروملتونو کې د افغانستان نمایندګي په یوه بیان کې چې د کابل د پېښې په ارتباط یې خپور کړی دی، د ملګروملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې د هغو پرضد جدي او اغیزمن ګامونه واخلي چې د طالبانو مشران یې ساتلي او هغوی ته یې پناه ځایونه ورکړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس امراله صالح ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت باید د کابل د برید مساله د ملګرو ملتو امنیت شورا ته راجع کړي.

ښاغلي صالح وايي، حکومت دې د کابل د برید مساله د م.م امنیت شورا ته راجع کړي.
ښاغلي صالح وايي، حکومت دې د کابل د برید مساله د م.م امنیت شورا ته راجع کړي.

ښاغلي صالح زیاته کړه:

"موږ ته پکار ده چې د دغه ستر جنایت دوسیه ملګروملتونو ته وسپارو، همدا راز خپلو بهرنیو ملګرو ته، خاصتاً امریکایانو او اروپایانو ته ورښکاره کړو چې دا عادي پېښه نه وه. تاسو وګورئ چې تر اوسه پورې د افغانستان د دولت له خوا ملګروملتونو ته کومه لیکل شوې دوسیه نه ده ورکړل شوې چې د دې جنایت تر شا څوک دي، د چا لاسونه دي."

د ملګرو ملتو امنیت شورا په کابل کې د سې شنبې تر برید وروسته په یوې اعلامیې کې دا پېښه وغندله او ویې وویل چې غړېو هېوادو پر دې ټینګار کړی دی چې د دې حملې عاملان او هغوی چې د دې برید شاته دي باید محاکمې ته راکاږل شي.

د ملګرو ملتو امنیت شورا ویلي یې دي چې دا ډول بریدونه به د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیرمخه ونه نیسي، خو

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کتونکي په دې باور دي چې د کابل وروستۍ پېښه به د سولې پر روانو هڅو ناوړه اغیز وکړي، احمد شاه سپر وایي:

"متاسفانه دغه غمجنه پېښه د سولې په بهیر باندې څه ناڅه منفي اثر اچولی شي د موقت وخت لپاره ممکن د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې خلل زیات شي او فاصله رامنځته شي او ممکن دا څیړنې داسې وښیي چې پړه په پاکستان واچول شي."

د کابل د برید په لومړۍ ورځ د افغانستان اجرایي رییس پاکستان ته سفر وځنډاوه.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف عبداله عبداله ته بلنه ورکړې وه چېد مې په دوهمه او دریمه اسلام اباد ته ورشي.

که څه هم طالبانو د کابل د برید مسوولیت ومانه چې اکثر قربانیان یې ملکیان وو، خو د اجرایي ریاست له پریکړې وروسته ډیری افغانانو داسې باور وکړ چې د دې حملې تر شا اسلام اباد لاس لري.

د کابل د ترورستي پیښې د هر اړخیزو تحقیقاتو د نتیجې تر اعلان مخکې د ځینو څيړنو له مخې څرګنده شوې ده چې حقاني شبکې د پاکستان له لشکر طیبه ډلې سره یوځای دا برید د ډیورنډ پورې غاړه تنظیم کړی وو.

XS
SM
MD
LG