د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

اشرف غني: د بې وزلۍ کچه له ۴۶ څخه ۴۹فیصدو ته لوړه شوې


د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني وایې، په هېواد کې د بې وزلۍ کچه لوړه شوې ده او د امنیت او ثبات لپاره باید د بې وزلۍ کچه راټیټه شي.

ښاغلي غني نن له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو د ګډې همغږۍ او څارنې بورډ په غونډه کې د بې وزلۍ د زیاتیدو لوی عوامل د بهرنیو ځواکونو وتل او بې کاري وبلله.

د ملي وحدت حکومت مشرانو د نورو ستونزو د هواري ترڅنګ د بې وزلۍ د کمولو ژمنې هم کړې وې، خو اوس خپله ولسمشر ومنله چې د بې وزلۍ کچه د پخوا په پرتله زیاته شوې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني وایې، بې وزلي له نامني سره مستقیم تړاو لري او د له منځه وړو لپاره یې باید افغان حکومت او نړېوال متحدین کار وکړي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو د همغږۍ او څارونکي بورډ په غونډه کې وویل چې له۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې په افغانستان کې د بې وزلۍ اندازه له ۴۶ څخه ۴۹فیصدو ته لوړه شوې ده.

افغان ولسمشر زیاته کړه:

"بې وزلي زیاته شوې ده له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې بې وزلي له شپږ څلویښتو څخه نهه څلویښت فیصدو ته لوړه شوې ده، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت د یوې لویې امنیتي قوې سربیره اقتصادي قوه هم وه د دغه ځواکونو وتو د افغانستان پر اقتصاد بد تاثیر وکړ."

ولسمشر غني وايي، د امنیت او ثبات د راوستلو لپاره ضروري ده چې د بې وزلۍ اندازه راټيټه شي.

که څه هم دا لومړی ځل دی چې په خپله ولسمشر په افغانستان کې د بې وزلۍ د زیاتیدو خبره کوي خو وايي، د بروکسل او وارسا په راتلونکو غونډو کې به د امنیت ترڅنګ د دې موضوع په باب هم له نړېوالو سره هر اړخیزې خبرې وکړي.

په کابل کې له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو د همغږۍ او څارونکي بورډ غونډه په دې هدف جوړه شوه چې افغان حکومت له مرسته کوونکو هېوادونو سره د بروکسل او وارسا په غونډو کې د خپلو لومړیتوبونو په اړه مفصلې خبرې وکړې.

په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولاس هایسم چې په دغه غونډه کې یې خبرې کولې د اداري فساد، ښې حکومتوالۍ او په ټوله کې د ثبات د ټینګښت په برخه کې د حکومت هڅې وستایلې خو وايي، لا هم په دې برخو کې جدي هڅو ته اړتیا شته.

ښاغلي هایسم زیاته کړه:

"افغان حکومت یو شمېر مهم مسولیتونه لري، دوي باید امنیتي مصارف ښه مدیرت کړي او په ورته وخت کې د پراختیایي هغه چارو مالي تمویل وکړي چې خلکو ته یې نتیجه ملموسه وي، اداري فساد هم له جدي ستونزو څخه ده، که افغان حکومت په دغو هڅو نه بریالی کیږي له یوې خوا به یې خپل موثریت تر اغیز لاندې راوستی وي او له بل پلوه به دغه چاره د نړېوالو مرستو د اغیزمنتوب په برخه کې هم بې اغیزې نه وي."

د بې وزلۍ له امله خلک هم په تنګ شوي او همدې بې وزلۍ اروپایي هېوادونو ته د غیرقانوني سفرونو لړۍ هم ګړندۍ کړې ده.

وروستیو سروې ګانو ښودلې چې خلک د ملي وحدت حکومت پر فعالیتونو خوښ نه دی او د خپلې راتلونکې په اړه هم ډاډ نه لري.

د ملګروملتونو سازمان وایې، حکومت باید د خلکو د نارضایتۍ لامل معلوم او حل لارې ورته ولټوي.

محمد حدیث پردیس

XS
SM
MD
LG