د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

د امریکا یوه مرسته شوې الوتکه به هېڅکله افغانستان ته رانشي


د امریکا د عدليې وزارت د تفتیش عمومي رییس مایکل هوروویتځ
د امریکا د عدليې وزارت د تفتیش عمومي رییس مایکل هوروویتځ

امریکا په افغانستان کې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې لپاره د یوې الوتکې په رانیولو او په نویو تجهیزاتو د هغې د سمبالولو لپاره ۸۶ میلیونه ډالره لګولي چې په دې هېواد کې د څارونکي مأموریت لپاره ترې کار واخلي خو هېڅکله هم ترې کار نه دی اخیستل شوی.

دا خبره د امریکا د عدليې وزارت د تفتیش عمومي رییس مایکل هوروویتځ په یوه نوي راپور کې کړې ده.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه الوتکه چې د امریکا د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې ادارې پورې تړلې ده د امریکا په دلاور هنګر کې ولاړه ده.

دغې ادارې تر اوسه تر ډېره حده د خپلو لګښتونو په اړه د انتقادونو له ځوابولو ډډه کړې ده. خو د عدليې وزارت سرمفتش مایکل هوروویتځ په خپل نوي راپور کې دغه مسئله راپورته کړې او ویلي یې دي چې د امریکا دفاع وزارت تر اوسه په دغې الوتکې په لسګونو میلیونه ډالره لګولي چې ورسپارل یې څو ځلې ځنډېدلی او تر اوسه غیر فعاله ده.

هغه ویلي، دغه پروژه غیر مؤثره وه او د حکومت مالي منابع بې ځایه لګول شوي دي.

د امریکا سر پلټونکي جان سوپکو یې د میلیاردونو ډالرو د بې ځایه لګېدو او درغلیو خبره کړې
د امریکا سر پلټونکي جان سوپکو یې د میلیاردونو ډالرو د بې ځایه لګېدو او درغلیو خبره کړې

د دفاع وزارت ویاندې والري هندرسن روېټرز ته ویلي چې د دفاع وزارت په اوسنۍ بودجه کې د دغې الوتکې لګښتونه قطع شوي خو بیا هم غواړي پر نویو تجهیزاتو سمباله، په نوې بڼه دغه الوتکه چې په جون میاشت کې به یې کار بشپړېږي، ترلاسه کړي.

د روېټرز په لیکنه امریکا له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې سلګونه میلیارده ډالره لګولي چې د دې هېواد د بیارغونې لپاره د امریکا سر پلټونکي جان سوپکو چې د ۲۰۱۲ کال د جولای په دوهمه د امریکا ولسمشر بارک اوباما له خوا د افغانستان لپاره وګومارل شو، د میلیاردونو ډالرو د بې ځایه لګېدو او درغلیو خبره کړې ده.

ښاغلي سوپکو دغو میلیاردونو ډالرو درغليو ته په اقتصادي، پوځي، رغونې، بیارغونې او نورو بېلابېلو برخو کې اشاره کړې ده، د نوموړي په تازه راپور کې چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د جګړې د وخت د قراردادونو په اړه یوې امریکایي کمېټې خپور کړی، ویل شوي چې له هر ډالره چې امریکا په افغانستان کې مصرف کړي، لږ تر لږه ۲۹ سنټه یې په درغلیو کې ورک شوي دي.

ښاغلي سوپکو د نشه یي توکو په اړه زیاته کړې ده چې واشنګټن د مخدره توکو پر ضد مبارزه کې ۷ میليارده ډالره ضايع کړي دي.

هغه دغه راز خبرداری ورکړی دی چې د افغانستان پر مخدره موادو ولاړ اقتصاد د بیارغونې هڅې له ګواښ سره مخامخ کړي او متحدو ایالتونو هم هغسې چې لازمه وه، د دغې ستونزې د له منځه وړلو لپاره کار نه دی کړی.

د امریکا د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې ادارې د ۲۰۱۵ کال په نیمایي کې په افغانستان کې هوایي مأموریتونه پای ته رسولي دي او دغه الوتکه چې د افغانستان د څارونکي مأموریت لپاره اخیستل شوې وه، ښایي هېڅکله هم افغانستان ته لاړه نه شي.

د امریکا د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې د ادارې یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط روېټرز ته ویلي چې له دغې الوتکې به په کارابین، مرکزي او جنوبي امریکا کې کار واخلي.

ویل کېږي امریکا په افغانستان کې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې په برخه کې ۸،۶ میلیارده ډالره لګولي خو له دې سره-سره افغانستان تر اوسه په نړۍ کې د مخدره موادو ستر تولیدونکی هېواد دی.

راپور: نوریاس نوري

XS
SM
MD
LG