د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

"د هیروینو د قاچاق د مخنیوي لپاره د امریکا هڅې ناکامې شوي"


نیوزویک مجلې، له افغانستانه د هیروینو د قاچاق د مخنیوي لپاره د امریکا هڅې په بشپړه توګه ناکامې شوي، تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي: متحده ایالاتو له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې یواځې د بیارغونې پر چارو ۱۱۳ میلیارډ ډالره لګولي دي.

دغه پیسې د افغان ځواکونو، ښې حکومت داري ته د پراختیا ورکولو او د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې پر چارو لګول شوي دي.

دا خبره تیره اوونۍ د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرپلټونکي جان سوپکو د امریکا د کانګرس د استازیو جرګې یوې استماعیه غونډې ته وکړه.

نیوزویک لیکي:

سوپکو وویل، ۸،۴ میلیارډ ډالره په ځانګړي توګه د مخدره موادو د مخنیوي پر هڅو لګول شوي دي.

جمهوري غوښتونکي توماس میسي وویل، امریکا کولای شي وښیي چې د دغو پیسو په بدل کې څه لاس ته راوړنه لري؟د مجلې په وینا د هغه دا پوښتنه بې ځوابه پاتې شوه.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې د هغه استرالیایي فلم په اړه د یو شمېر افغانانو نظرونه اخیستي چې د استرالیا د حکومت له خوا هغه هېواد ته له غیر قانوني لارو د افغانانو د ورتګ د مخنیوي په هدف جوړ شوی او د تیرې جمعې په ورځ د افغانستان دوو ټلویزیونو ښکاره کړ.

د ورځپاڼې په وینا په دغه فلم چې ۶ میلیون ډال رلګول شوي، یو شمېر افغانانو ویلي چې صحنې یې داسې وې چې کتل ېې ګران و.

اتلس کلن رضا چې خیاط دی، وايي، د فلم صحنې یې په سختۍ لیدلې او په لیدو یې دې ډیر غمجن شو، که څه هم دا یواځې لوبغاړي و خو ایا په رښتیا له افغانانو سره داسې پیښیږي.

۲۳ کلن مصطفی عابدي وايي، دا ښه فلم و او ویې ښوده چې قاچاق وړونکي هغو کسانو ته چې غواړي دغه سفر ته مخه کړي، درواغ وایيٍ.

ګارډین لیکي:

په وروستیو کلونو کې د استرالیا د مهاجرت د سختو قوانینو او مقرراتو په نتیجه کې هغه هېواد ته د افغانانو ورتګ کم شوی او پر ځای یې افغانانو اوس اروپا ته مخه کړې ده.

د ورځپاڼې په وینا تېر کال یواځې جرمني ته له یونیم لک زیاتو افغانانو ځانونه رسولي و.

طالبان وایي:

د لاهور په حمله کې مسیحیان په نښه شوي و، کریسچین ټوډې ورځپاڼې تردې سرلیک لاندې د لاهورد تیرې ورځې خونړۍ حملې په اړه لیکلي، په دغه حمله کې چې له پاکستاني طالبانو سره تړلې د جماعت الاحرار ډلې یې مسولیت اخیستی، لږ تر لږه اویا تنه ووژل شول او له درې سوه زیات کسان ژوبل شول.

د ورځپاڼې په وینا حمله د لاهور په یوه ګڼه ګوڼي تفریحي پارک کې هغه مهال وشوه چې مسیحیانو خپل مذهبي جشن لمانځه.د وژل شوېو اکثره یي ښځې او ماشومان دي.

کریسچین ټوډې لیکي، په پاکستان کې چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي، له دوملیونو زیات مسیحیان اوسي چې دا د دې هېواد د نفوسو په سلو کې دوه ده.

د ورځپاڼې په وینا د پاکستان پر اقلیت مسیحیانو له دې مخکې هم خونړي بریدونه شوي دي.

په ۲۰۱۳ کال کې په پیښور کې پر یوې کلیسا په ځان وژونکې حمله کې نژدې اتیا تنه وژل شوي و.

په لاهور کې د یکشنبې د ورځې له خونړی برید سره په یوه وخت د پاکستان پلازمینه اسلام آباد د اعدام شوي ممتاز قادري د پلویانو د سترې مظاهري شاهد و.

هغه په ۲۰۱۱ کال کې د پنجاب پخوانی والي سلمان تاثیر په دې خاطر وژلی و چې اسلام او پیغمبر محمد ته د سپکاوي د قانون له مخې یوې مسیحي ښځې ته د مرګ د سزا په وړاندې یې د اعتراض غږ اوچت کړی و.

خو د ورځپاڼې په وینا داسې نښې نښانې نشته چې د لاهور چاودنه او د اسلام آباد مظاهره دې له یوبل سره تړاو ولري.

XS
SM
MD
LG