د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

حکومتي مشران په انتخاباتي نظام کې پر اصلاحاتو د نظر اختلاف لري


پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي تر هغو چې د انتخاباتي اصلاحاتو د څرنګوالي په برخه کې د ولسمشر او اجراییه رییس نظر یو نه شي په انتخاباتي نظام کې اصلاحات ممکن نه دي.

د دغه بنسټونو مسؤلین د افغانستان پر انتخاباتي نظام او په ټوله کې پر ولسواکۍ د خلکو د باور لپاره په انتخاباتي نظام کې اصلاحات مهم او د نظام په ګټه بولي.

که څه هم د ورځې په تېرېدو د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالۍ شوراګانو د انتخاباتو نېټه رانږدې کېږي، خو لاهم په انتخاباتي نظام کې اصلاحات ډېر ورو پرمخ ځي.

پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه اندېښنه لري که د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ د انتخاباتي اصلاحاتو پر سر د نظر یوالی رامنځته نه شي د انتخاباتو په برخه کې هغه اصلاحات چې ولس یې غواړي ممکن نه دي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو یا ټیفا بنسټ وايي، که ولسمشر او اجراییه رییس ژر تر ژره د ملي مسایلو او په خاصه توګه د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې خپل اختلافات حل نه کړي پر ولسواکه نظام به بد اغېز وکړي.

د دغه بنسټ مشر او د غوراوي کمیټې غړي نعیم ایوب زاده په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:​

د غوراوي کمېټې غړی محمد نعیم ایوب زاده
د غوراوي کمېټې غړی محمد نعیم ایوب زاده

"زه تاکید کوم تر هغې چې مشکل د دوو رهبرانو ترمنځ حل نه شي او یو بل ونه مني د انتخاباتو په پروسه کې به وخت ضایع کېږي ممکن هغه اصلاحات چې ملت یې غوښتونکی دی عملي نه شي، په اصل کې خپله د حکومت تهداب ګذاري په افغانستان کې د ډیمکراسۍ د دوام لپاره لوی خنډ دی."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ولسمشر د دوهم مرستیال د دفتر رییس ازادي راډیو ته ویلي چې د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ اختلافات موجود دي.

میرحسین حسیني د افغانستان په انتخاباتي نظام کې د چټکو اصلاحاتو نه رامنځته کېدل هم په دې اړه د دواړو مشرانو د نظر اختلاف بللی دی.

حکومت له تېر شااوخوا یو نیم کال راهیسې د انتخاباتي سیستم د اصلاح چارې پیل کړي، خو تر اوسه د دغو هڅو ښکاره نتیجه نه ده معلومه او د غوراوي کمېټې د کار څرک هم نه لګېږي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو لپاره مدني ټولنه یا اکسین وايي، که د انتخاباتو لپاره د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ واحد نظر رامنځته نه شي انتخاباتي اصلاحات به هم سیاسي شي.

د اکسین مشر جانداد سپین غر د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په ملي مسایلو کې د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ د توافق نه موجودیت دوی اندېښمن کړي دي:

د اکسین مشر جانداد سپین غر
د اکسین مشر جانداد سپین غر

"که چېرې یو واحد نظر د اصلاحاتو په رابطه باندې رامنځته نه شي طبیعی ده که پروسه مخ ته هم لاړه شي دا به یو سیاسي پروسه وي تر ډېره یعنې تخنیکي اړخ ته بې توجه کمه شي او که تغیرات هم راځي کوم ګامونه چې پورته کېږي هغه به ډېر زیات سیاسي وي او دواړه ډلې به کوښښ کوي چې د دوي د ډلو د منافعو لپاره تغیرات راوړي."

هڅه مو وکړه چې د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ د شته اختلافاتو په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم ولرو خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړی عبدالستار خواصی وايي د ملي یوالي د حکومت په رامنځته کېدو د ځینو مسایلو پر سر د ولسمشر او اجراییه ترمنځ اختلافات شته خو ډېر زیان یې د دوی پرځای ولس ته متوجه دی.

د ولسي جرګې غړی عبدالستار خواصي
د ولسي جرګې غړی عبدالستار خواصي

ښاغلي خواصي ازادي راډيو ته وویل چې ولسمشر او اجراییه رییس او ټول افغان ولس په یوه کښتۍ کې سپاره دي او که دواړه مشران د ملي مسایلو په اړه خپل اختلافات حل نه کړي بیا به هیڅوک د کښتۍ سپرلۍ له ډوبېدو ونه ژغوري.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG