د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

عبیدالله بارکزی: د سولې روان بهیر ته هیله من نه یو


د افغانستان د ولسي جرګې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون رییس د سولې روان بهیر ته هیله من نه بریښي.

عبیدالله بارکزي نن ازادي راډیو ته وویل چې د سولې په پلمه د پاکستان په ګډون د افغانستان په قضیه کې ښکېلې خواوې، افغان حکومت په غفلت کې اچوي او په دې سره خپلو اهدافو ته ځان نږدې کوي.

که څه هم د سولې د څلور اړخیزو غونډو ګډونوال لا هم د افغان حکومت او وسله والو طالبان ترمنځ د مخامخ خبرو د زمینې برابرولو هڅه کوي، خو د ولسي جرګې ځیني غړي د سولې له روان بهیر ناهیلي ښکاري.

د ولسي جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون رییس عبیدالله بارکزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان په ګډون د سولې په پروسه کې ښکېل ځیني هېوادونه په افغانستان کې سوله نه غواړي.

ښاغلي بارکزي زیاته کړه:

"نړېوال نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي، د سولې اوسنۍ پروسې ته زه خوشبین نه یم، دا یو ډول وخت وژل او افغان حکومت په غلفت کې اچول دي او هیڅ نتیجه نه ورکوي، حزب اسلامي په صادقانه ډول د سولې خبرو ته حاضر شوی چې زه ورته هرکلی وایم."

د سولې په څلور اړخیزه ناسته کې پریکړه شوې وه چې د مارچ میاشتې په لومړېو کې به وسله وال طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضریږي، خو د نږدې یوې میاشتې په تېرېدو دا کار نه دی شوی.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې بل غړی یوسف صابر بیا د سولې روان بهیر ته هیله من ښکاري او وايي چې د سولې راتګ ډېر وخت ته اړتیا لري.

ښاغلي صابر ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د افغانستان سوله پیچلې ده، خو بیا یې هم د راتګ امکان شته.

"د سولې پیل شوی اوسنی حرکت ساده نه دی، په دې کې موږ باید خپل امکانات او مجبوریتونه وسنجوو، د سولې په پروسه کې د نړېوالو دلچسپي باندې هم باید فکر وکړو، موږ د سولې روانې خبرو ته خوشبین یو."

که څه هم تر اوسه د سولې عالي شورا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو افغان ولسمشر وړاندې ویلي و چې د سولې خبرو ته ناهیلی نه دی او په دې برخه کې ستراتیژیکه حوصله لري.

رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG