د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

د یونان او مقدونیا ترمنځ اوبو کې درې تنه افغانان ډوب شوي


راپورونه وايي، د یونان او مقدونیا تر منځ یو وار بیا د کډوالو د یوې بېړۍ د ډوبېدو په پېښه کې درې تنه افغانان مړه شوي دي.

درې افغان کډوال، له یونان څخه مقدونیا ته د اوبو له لارې د اوښتو پرمهال ډوب شوي دي.

د مقدونیه د کورنیو چارو وزارت ویانده ناتالیا سپیروا کوردیچ وايي، له دوی سره ۱۹نور افغان کډوال په مقدونیا کې د کډوالو د ساتنې یو مرکز او څلور تنه چې ټپیان وو روغتون ته انتقال شوي دي.

د مقدونیا د کورنیو چارو د وزارت ویاندې زیاته کړې په مړیو شویو کسان کې یوه حامله داره مېرمن، د هغې یوه ځوانه خور او یو سړی شامل دي.

نوموړي مخکې ویلي و چې دې پېښه کې دوه سړي او یوه مېرمن مړه شوي دي.

وروسته له هغې چې لوېدیځې اروپا ته د تلو لپاره د غیر قانوني کډوالو پر مخ د بالکان هېوادونو له منځه تېره شوې لاره تېره اوونۍ وتړل شوه، دا مهال تقریباً ۱۴ زره کډوال د مقدونیا پولې ته څېرمه د یونان په یو سرحدي سیمه کې د کډوالو د ګڼې ګوڼې څخه په یو ډک کمپ کې بند پاتې دي.

د محمد په نوم یو افغان کډوال چې په دې کمپ کې ایسار دی د رویټرز خبري اژانس ته یې په ماته ګوډه انګرزي ویلي:

"هغوی ولې افغانانو ته اجازه نه ورکوي چې نورو هېوادونو ته ولاړ شي؟ په سوریه کې د پنځو کلونو راهیسې جګړه ده، خو په افغانستان کې له ۳۰کلونو راهیسې جنګ روان دی، همدا اوس افغانستان کې جنګ دی، څوک وايي چې هلته امنیت ښه دی؟"

پرون ناوخته راپور ورکړل شو چې له دې کسانو څخه شاوخوا زر تنه یې مقدونیا ته په یوه بله بدیله لاره روان شول، خو تر لنډ وخت وروسته د یونان او مقدونیا د پولیسو له خوا محاصره شول.

ملګرو ملتونو ویلي چې ددې کمپ وضعیت د بشري بدبختۍ اوج ښيي.

درې ورځې مخکې هم د ښځو او ماشومانو په شمول د۲۰ تنو هغو افغانانو مړي کابل ته انتقال شول چې د یونان په اوبو کې ډوب شوي وو.

XS
SM
MD
LG