د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

"طالبان د سولې په خبرو کې ګډون نه کوي خو چارواکي قانع نه دي"


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې د هلوځلو په باب په یوه لیکنه کې ویلي، طالبان وايي، د سولې په خبرو کې ګډون نه کوي خو چارواکي قانع نه دي.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، طالبان وايي چې د دوی پر خلاف د امریکايي او افغان ځواکونو هوايي حملې زیاتې شوي ځکه د سولې په خبرو کې برخه نه اخلي.

په بله څلور اړخیزو غونډه کې چې ټاکل شوې وه د افغانستان، پاکستان، امریکا او چېن د استازو ترمنځ د روانې مارچ په لومړېو کې په پاکستان کې جوړه شي، د طالبانو د نه ګډون له اعلانه وروسته د افغانستان او پاکستان چارواکي وايي چې د طالبانو له اعلامیې سره-سره به خبرې دوام وکړي خو وخت یې د روانې میاشتې تر پایه ځنډېږي.

نیویارک ټایمز ولسمشرغني ته د یوه نژدې کس چې نوم یې نه دی یاد کړی، له قوله وايي چې د طالبانو وروستی اعلان یوازې د چنې وهلو لپاره شوی.

ده ویلي چې طالبانو دا کار تېرځل د جولای د اوومې نېټې تر خبرو مخکې هم کړی و خو وروسته خبرو ته حاضر شول.

وال سټریت ژورنال ورځپاڼه وايي، د افغانستان د حکومت یو پلاوی د فبرورۍ په وروستیو کې قطر ته تللی و چې د سولې د خبرو په باب د طالبانو د قطر د دفتر له غړیو سره خبرې وکړي.

وال ستریټ ژورنال د افغان چارواکو په قول وايي چې دغه جګپوړي افغان پلاوي په دوحه کې د سولې د خبرو د بیا پیلېدو د اعلان د احتمال په اړه خبرې وکړې.

افغان پلاوي په دوحه کې د طالبانو د دفترله غړېو سره وروسته له دې خبرې وکړې چې افغانستان، پاکستان، امریکا او چېن په څلورو څلور اړخیزو غونډو کې د سولې لپاره د لارې نقشه چمتو کړه.

یوه افغان چارواکي، د خپل نوم د نه څرګندېدو په شرط وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي، په دوحه کې پر دې موافقه وشوه چې دوی به دا خبره په اسانه نه ردوي چې د مارچ په لومړیو کې د سولې خبرې کوي.

خو دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ د سولې په خبرو کې د ملا اخترمحمد منصور د ډلې ګډون په کلکه رد کړ.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور پر اساس، د قطر غونډه د طالبانو د سیاسي دفتر د جګپوړي استازي شېر محمد عباس ستانکزي او د یوه جګپوړي افغان چارواکي ترمنځ وشوه. له دغه جګپوړي افغان چارواکي سره د ولسمشر د سیاسي چارو سلاکار هم ملګری و.

ورځپاڼه وايي، د طالبانو یوې نژدې سرچېنې وویل، له دواړو خواوو یې اورېدلي چې غونډه ډېره مثبته وه.

XS
SM
MD
LG