د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

پاکستان په خپله خاوره کې د طالب مشرانو موجودیت ومانه


ټایم مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې یو مطلب خپور کړی دی چې سرلیک یې دی، پاکستان بالاخره ومنله چې د طالبانو مشران یې په خاوره کې دېره دي.

خپرونه د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو د سلاکار سرتاج عزیز څرګندونو ته اشاره کوي چې وايي، پاکستان د طالبانو پر مشرانو نفوذ لري او کولای شي چې له دې نفوذ څخه کار واخلي.

دا مجله چې په بریتانیا کې خپریږي زیاتوي، که څه هم په پاکستان کې د طالبانو د مشرانو حضور هغه راز دی چې پخوا افشا شوی او ټول یې په اړه خبرې کوي، خو دا لومړی ځل دی چې پاکستاني چارواکي دا تاییدوي چې طالبان د دوی د نفوذ په کړۍ کې دي.

ټایم لیکي په زړه پورې داده چې د سرتاج عزیز له دې څرګندونو وروسته خبریالانو د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت له ویاند څخه په دې اړه د وضاحت غوښتنه وکړه خو ویاند د څرګند ځواب له ورکولو څخه ډډه وکړه او یوازې یادونه یې وکړه چې عزیز هغه څه ویلي چې باید ویلي یې وای.

سټراټفور:

سټراټفور خپرونه په خپله پرونۍ ګڼه کې په یوه مطلب کې لیکي چې افغانستان ته د نوې امریکايي جنرال په راتګ سره به د دې هېواد له حالاتو سره نوی چلند وشي.

خپرونه لیکي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پخواني عمومي قوماندان جنرال جان کېمپبل له تقاعد کېدو سره د څلورو ستورو لرونکی جنرال جان نیکلسن به په افغانستان کې د ۹۸۰۰ امریکايي سرتېرو مشري په غاړه واخلي او د قاطع ملاتړ په نوم د ناټو د نوې ماموریت مشري به کوي.

سټراټفور زیاتوي چې جنرال نیکلسن په یوه ډېر حساس پړاو کې په دې دنده ګومارل کېږي ځکه چې په افغانستان کې د سولې په مقصد خبرې پیل شوي او داهېواد له یوه خونړي کال څخه وتلی.

خپرونه زیاتوي، په طبیعي ډول کله چې یو نوی قوماندان په کار پیل کوي، له ځان سره نوې پلانونه راوړي او په دې پړاو کې د نوموړي ټاکنه په افغانستان کې د امریکا د نوې پالیسۍ څرګندویي هم کوي خو سټراټفور لیکي باید هیر نه کړو چې جنرال نیکلسن ته یو خورا پېچلی او ستونزمن میراث ورپاتې دی او هغه هم په افغانستان کې د جګړو د نوې موسم په درشل کې.

خو سټراټفور په پای کې لیکي، د افغان ځواکونو پیاوړي کول، د سرتېرو د تېښتې مخنیوی او له فساد سره مبارزه هغه ستونزې دي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان به ورسره مخامخ وي.

XS
SM
MD
LG