د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

جاپان به ۱۰۲ قلمه لرغوني اثار افغانستان ته ورکړي


د افغانستان د کورنیو جګړو پرمهال د افغانستان د ملي موزیم یو شمېر ورک اثار به جاپان افغانستان ته تسلیم کړي.

د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت ویاند هارون حکیمي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال د افغانستان د ملي موزیم ۱۰۲ قلمه اثار چې بې درکه شوي وو، د جاپان لپاره د یونسکو د نیک نیت سفیر ویکرو هایاما له خوا راټول شوي وو، دغه اثار به بیرته افغانستان ته ورکول کیږي."

د افغانستان موزیم یو وخت په اسیا کې له مهمو موزیمونو شمېرل کیده په دې موزیم کې تر سل زره ډیر لرغوني اثار راغونډ شوي وو. خو په ۱۹۹۲ کال کې د کورنۍ جګړې له پیل سره موزیم څو ځله ولوټل شو او د ځینو راپورونو له مخې د دې موزیم اویا په سلو کې اثار ورک شول.

د افغانستان د موزیم اثار په کور دننه او بهر د افغانانو لپاره د عوایدو یوه سرچینه ده.

د افغانستان د باختري زمانې ۲۳۱ اثره له څو کلونو راهیسې په بهرنیو هېوادو کې نندارې ته وړاندې کیږي چې له دې درکه یوه اندازه پیسې افغانستان ترلاسه کوي.

دغه اثار په وروستیو کې یعنې د ډسمبر له ۲۵ د فبروري تر ۱۵ د جاپان په کیوشو موزیم کې نندارې ته وړاندې شوي وو او ټاکل شوې ده چې د اپریل په ۲۱ دغه اثار د جاپان په توکیو موزیم کې د دوو میاشتو لپاره نندارې ته کیښودل شي.

هارون حکیمي د دغو دوو نندارتونونو د عوایدو په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د دغو دواړو نندارتونو پر سر افغانستان ته دوه نیم لکه امریکایي ډالر د فیس په توګه او همدا راز د نندارې څلویښت فیصده خالص عواید افغانستان ته ورکول کیږي."

د افغانستان د ملي موزیم بنسټ په ۱۹۱۹ کال کې د امان اله خان په زمانه کې کیښودل شوی و.

دغه موزیم په نویمو میلادي کلونو کې لوټ شو چې له ۲۰۰۷ کال راپه دې خوا د دې موزیم یو شمیر اثار په بهر کې وموندل شول او بیرته افغانستان ته وسپارل شول.

ویل کیږي چې د دغو ورکو لرغونو اثارو تر اته زره ډیر بیرته افغانستان ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG