د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

د دفاع وزارت مخې ته په انتحاري حمله کې۱۲تنه وژل شوي


په کابل کې د دفاع وزارت مخې ته انتحاري حملې۱۲ تنه ووژل او اته نورټپیان کړل.

حمله نن له غرمې وروسته شاوخوا درې نیمې بجې د یوه پلي کس له لوري وشوه چې د عیني شاهدانو په وینا حمله ډېره زوروره وه.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې په وژل شوېو او ټپیانو کې امنیتي ځواکونه او ښځې هم شاملې دي.

کابل نن بیا د یوې زورورې انتحارې حملې شاهد وو، حمله له غرمې وروسته درې نیمې بجې د دفاع وزارت مخې ته هغه مهال وشوه چې د دغه وزارت کارکوونکي له دفتره په وتو وو.

د لنډ ځنډ لپاره دفاع وزارت ته ټولې غځیدلې لارې د امنیتي ځواکونو له خوا وتړل وشوې او ان خبریالانو ته د دې اجازه نه ورکول کیده چې د پېښې ځای ته ورشي.

له پېښې شاوخوا یو ساعت وروسته د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي رحیمي د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې بریدګر پلی و او چاودیدونکي مواد یې ځان پورې تړلي و.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"انتحار کوونکی چې له موادو ډک واسکټ یې په ځان کې و خپلو موادو ته یې چاودنه ورکړه، نهه تنه زموږ هېوادوال شهیدان شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي چې د شهیدانو او ټپیانو په ډله کې پنځه کسه ښځې هم شامې دي."

دا په تېرو دوو میاشتو کې دریمه لویه حمله ده چې په کابل کې کیږي موده وړاندې د یوه خصوصي ټلویزیون د عملې پر موټر او له هغې مخکې د کابل په دهمزنګ سیمه کې انتحاري حملو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

ملي دفاع وزارت رسنیو په استولي خبرپاڼه کې ویلي چې د نننې حملې له کبله دولس کسه وژل شوي او اته تنه نور ټپیان دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په وژل شوېو کې د ملي اردو سرتیري هم شامل دي.

طالبانو د برید مسولیت منلی او د ملي دفاع وزرات کارمندانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو ادعا کړې ده.

په کابل کې نننۍ انتحاري حمله په داسې حال کې کیږي چې ټاکل شوې د راتلونکې میلادي میاشتې په پیل کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شي.

پوځي کارپوهان وايي، هر وخت چې له طالبانو سره د سولې خبرې ګرمیږي ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو بریدونه هم زور اخلي څو دوي د سولې په خبرو کې ډیر امتیاز واخلي.

محمدحدیث پردېس

پخواني:

د کابل امنیتي مسئولین وایي چې د دفاع وزارت مخې ته په انتحاري حمله کې نهه کسان وژل شوي او دیارلس نور ټپیان دي.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي د پیښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې وژل شوي او ټپیان د ملي اردو سرتیري او عام خلک دي.

نوموړي زیاته کړه چې انتحاري حمله کوونکی پلی روان او د دفاع وزارت جنوبي دروازې مخې ته یې په سړک په ځان پورې چاودیدونکي مواد وچوول.

حمله ماسپښین درې بجې وشوه او په دې وخت کې د دفاع وزارت مخې ته غځیدلی سړک د عامو خلکو او مامورینو له ګڼې ګوڼې ډک وي.

د حملې مسئولیت طالبانو اخیستی او د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې هدف یې د دفاع وزارت د کارکوونکو موټر وو.

دا حمله په داسې حال کې کیږي چې په تیرو څه باندې ۲۵ ورځو کې کابل نسبتاً ارامه و او کومه چاودنه یا حمله په کې ونه شوه.

په کابل کې د دهمزنګ په سیمه کې د فبرورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه انتحاري حمله شوې وه چې شل کسان یې ووژل او له دیرشو زیات یې ټپیان کړل.

پخواني:

په کابل کې د دفاع وزارت په دروازه کې انتحاري حمله شوې چې مرګ ژوبله هم لري.

که څه هم د کابل امنیتي مسوولینو په دې اړه معلومات نه دي ورکړي، خو له سیمې څخه د ازادي راډیو خبریال وايي چې دوی څو تنه ټپیان لیدلي چې د پېښې له ځایه په امبولانسونو کې روغتون ته انتقال شوي.

دا چاودنه په داسې حال کې کېږي چې په تېرو څه باندې ۲۵ ورځو کې کابل ښار نسبتاً ارامه و او کومه چاودنه یا حمله په کې ونه شوه.

په کابل کې د دهمزنګ په سیمه کې د فبرورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه انتحاري حمله شوې وه چې ۲۰کسان یې ووژل او له ۳۰ زیات یې ټپیان کړل.

پخواني:

د کابل ښار د دویمې حوزې په مربوطاتو کې د یوې چاودنې غږ اوریدل شوی دی.

تر اوسه د چاودنې اصلي ځای او څرنګوالی نه دی معلوم شوی خو د ازادي راډيو خبریال سیمې ته روان شوی ترڅو کره معلومات را ټول کړي.

دا چاودنه په داسې حال کې کیږي چې په تیرو څه باندې پنځه ویشتو ورځو کې کابل نسبتاً ارامه و او کومه چاودنه یا حمله په کې ونه شوه.

په کابل کې د دهمزنګ په سیمه کې د فبرورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه انتحاري حمله شوې وه چې شل کسان یې ووژل او له دیرشو زیات یې ټپیان کړل.

XS
SM
MD
LG