د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

محمدظریف لودین خپل ژوند څنګه بدل کړ؟


محمد ظریف لودین
محمد ظریف لودین

هغه ځوان خپل ژوند څنګه بدل کړ چې همځولو به يې ویل، له کالیو دې د پیازو بوی ځي!؟

په دې تاندې څانګې کې مو د یوه داسې افغان ځوان له ژونده خبروو چې یو وخت يې همځولو د ده په بيچارګۍ او کالیو پورې خندل خو نن داسې یو ځای ته رسېدلی چې په خلکو خندګانې ویشي. د دې تر څنګ په ننۍ خپرونه کې اورئ چې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د ځوانانو معينيت ځوانانو ته داسې یوه د اړيکې شمېره اعلان کړې چې دوی ته به په وړیا ډول متخصص ډاکټران روغتیايي مشورې ورکوي.

محمدظریف لودین د ننګرهار د کامې ولسوالۍ دی. د مهاجرت پر مهال يې په پېښور کې ګڼې ستونزې درلودې. ترکاري فروشي يې کوله، ځکه خو به يې د ښوونځي ټولګیوالو ورپورې خندل چې له کالیو يې د پيازو بوی ځي خو یوه ورځ داسې راورسېده، ټولګیوال څه چې استادان يې ګوته په غاښ کينول.

ښاغلی لودین وايي چې د مهاجرت پر مهال يې په ډېرو سخطو شرایطو کې ژوند کړی، د درس ویلو لپاره به کافي وخت ځکه نه و ورپاتې چې په منډيۍ کې به يې ترکاري خرڅوله او د شپې به په یوه کوټه کې له خپلې کورنۍ سره ویده کېده او د دې لپاره چې څوک ورسره له خوبه ووځي نو د سيګرټ ليټر رڼا ته به يې درس وایه.

کله چې افغانستان ته له خپلې کورنۍ سره راوګرځېد نو ښاغلی لودین وايي چې کور په کور پخپل بایسيکل ګرځېدم او خلکو ته مې انګليسي ژبه ورزده کوله او یو وخت دومره بوخت شوم چې ژوند مې په یوه واړه بکس کې له ځانه سره ګرځاوه.

وايي:

که فلک دې د زمري په خوله کې ورکړي
د زمري په خوله کې مه پرېده همت

ځوان ظریف لودین خو فلک د زمري په خوله کې ورکړی و، خو ده شپه ورځ همت وکړ او خپل بخت يې پخپله بدل کړ. د زده کړو په برخه کې دې کچې ته رسېدلی چې دوه ماسټري لري، ماليې وزارت سره د نړيوال بانک د یوې پروژې مسؤل دی، د (برلاس) په نوم د تخصصي زده کړو یو انسټټيوټ يې فعال کړی دی او د (مرستې لاس) په نوم نورو ته د خېر رسولو یوه خيريه ټولنه يې جوړه کړې.

دی د یوه ځوان کیسه هم راسره شريکوي چې دوی يې لاسنيوی کړی دی. دغه ځوان په کابل کې د یوې ادارې د څوکيدار زوی دی چې موږ ورته په یوه خصوصي پوهنتون کې د درس ویلو زمینه برابره کړې ده.

که فلک دې د زمري په خوله کې ورکړي د زمري په خوله کې مه پرېده همت
که فلک دې د زمري په خوله کې ورکړي د زمري په خوله کې مه پرېده همت

ښاغلی لودین وايي چې دغه ځوان ډېر بااستعداده دی او هر کال په ښو نمرو بریالی کیږي او ما ته وايي چې کله زه ډاکټر شم ستا فشار به په وړیا ډول ګورم.

د یوه عالم خبره ده چې لوی انسانان له ډېرو ناکامیو وروسته لویو بریو ته رسيږي.

ښاغلي محمدظریف لودین ته د خپل ماشومتوب خاطرو او ځینو ناکامیو دا ورزده کړي چې خپل ځان خو هر څوک رسوي، مهم د نورو لاسنیوی دی.

دی موږ تاسې ته پخپل پېغام کې هماغه خبره په یوه بل انداز کوي چې (ښه نه ورکیږي).

د ښاغلي لودین له ژونده سړی زده کولی شي چې که اراده پخه او عظم ټينګ وي نو یو کس هم د خپلې ټولنې بد حالت بدلولی شي.

د ځوانانو معينيت د روغتیايي مشورو ۱۲۰ وړیا شمېرې سره بلد یئ؟

اوس د اطلاعاتوفرهنګ وزارت د ځوانانو معينيت د افغانو ځوانانو د روغتیايي حالت د ښه والي او د دوی په صحي ژوند کې د یوه مثبت بدلون په هدف یوه ټلیفوني شمېره اعلان کړې.

دا شمېره څو ده او ځوانانو ته يې څه خېر رسېدلی شي، د دغه معينیت معين ډاکټر کمال سادات يې راته وايي او د دې تر څنګ مو په ځينو ولایتونو کې د ځوانانو لپاره له یو شمېر وړو صحي مرکزونو هم خبروي چې ځوانانو ته ځانګړي شوي دي.

"د هر زنګ وهوونکي زلمي او پېغلې هويت به خوندي وي او خبره به یوازې د ناروغ او د ډاکټر تر منځ وي."

دا خبره هم ښاغلی سادات په دې دلیل کوي چې ځينې ځوانان خپلې یو شمېر ناروغۍ د شرم او یا د ځینو ټولنيزو ناوړه دودونو له کبله پټې ساتي، نو د ۱۲۰ شمېرې په مرسته دوی به ځوانان وتوانيږي چې خپله د زړه خبره په ډاډه ډول خپل متخصص ډاکټر سره شریکه کړي او له هغه ګټورې مشورې واخلي.

ښه نو همځولو!

وايي ژوند دی او په سړي هر ډول وخت راځي. نو که خدای مه کړه تاسې هم له کومې روغتیايي ستونزې سره مخ شوئ نو ۱۲۰ شمېرې ته وړیا زنګ وهلی شئ او ګټورې صحي مشورې تر لاسه کولی شئ. په زړه او په سټه مو خدای روغ لره. دا تاندې څانګې همدومره وه، تاندې څانګې پر فیسبوک بیامومئ:
http://facebook.com/TandySagy
دا او د ازادي راډیو نورې خپرونې په دې انټرنټي پته هم موندلی شئ:

http://pa.azadiradio.com

د نورګل شفق پر دې بریښنالیک پته د خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ:

http://shafaqN@rferl.org

یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار يې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:56 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG