د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

فېروز:دمور او ماشوم دمړنې دکموالې لپاره باید د قابلو شمېر زیات شي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د مور او ماشوم د مړینې د کموالي لپاره پکار ده چې په هېواد کې د قابلو شمېر زیات شي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فېروزد یکشنبې په ورځ د قابلو د نړېوال کنفډراسیون د خدماتو د معرفي کولو په ناسته کې وویل، په پام کې ده چې په هېواد کې د قابلو شمېر۱۱ زرو ته لوړکړي.

د قابلو د نړېوال کنفډراسیون رييس وویل، د روغتیا په برخه کې به له افغانستان سره مرستې وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې د قابلو د زیاتولو هڅې پیل کړي چې اوس مهال د هېواد په څه باندې څلورسوه روغتیایي مرکزونو کې، یوه قابله هم نشته.

د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروزد یکشنبې په ورځ په کابل کې، د قابلو د نړېوال کنفډراسیون د خدمتونو د معرفي کولو په ناسته کې وویل، په هېواد کې د مېندو د مړینې د کچې کمولو ته پکار ده چې په ټولو روغتیايي مرکزونو کې د قابلو شمېر زیات او د کارکیفیت یې لوړشي.

ده وویل، هڅې کوي چې په هېواد کې د قابلو شمېر له ۴۵۰۰ څخه، ۱۱ زرو ته لوړ کړي:

"د قابلو شمېر باید یوولس زرو ته لوړ کړو، ځکه چې اوس هم روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی لږ دی، دا ستونزه د قابلو په زیاتولو سره کمېږي قابلې کولی شي چې د مور او ماشوم د مړینې په کمولو کې عمده برخه واخلي، هڅه کوو د کمیت تر څنګ کیفت هم په پام کې ونیسو."

ده وویل، په وروستیو کلونو کې د مور او ماشوم د مړینې د کچې د کموالي لامل، په روغتیا يي مرکزونو کې د قابلو موجودیت دی.

دعامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په وروستیو لسو کلونو کې د قابلو شمېر له ۴۵۰ څخه، ۴۵۰۰ ته او د روغتیايي مرکزونو شمېر، له ۴۰۰ څخه ۲۱۰۰ ته لوړ شوی دی.

مخکې له وخته ودونه، د خوړو نامناسبه رژیم، د زیږون پرمهال د وینې ضایع کیدل، د وینې لوړ فشار، ناخبري، د لازمو روغتیا یي خدماتو نشتوالی او په کورونو کې د ماشومانو زېږول، په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې عمده لاملونه ګڼل کېږي.

د قابلو د خدماتو پلان چې د عامې روغتیا وزارت او د قابلو د ټولنې له خوا جوړشوی هدف یې خلکو او په تېره مېندو او ماشومانو ته د روغتیایی خدماتو رسول دي.

د امریکا د نړېوالې پراختیایي ادارې د روغتیا او خوړو د برخې رييس وايي، په دې برخه کې به له افغانستان سره مرستې وکړي.

په ورته وخت کې د قابلو نړېوال کنفډراسیون چې له روغتیا وزارت سره روغتیایی مرستې کوي وايي چې دوې به هم په دې برخهکې، خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د دې کنفډراسیون مشره فرانسیس دی اسټریک وايي:

"عمومي درک دادی چې قابلې د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې مهم رول لري، موږ ژمن یو چې د مور او ماشوم د مړینې په کمولو کې کار وکړو، زموږهڅه دا ده چې ټولې کورنۍقابلو ته لاس رسی ولري."

خلک وايي، له افغانستان سره په دې برخه کې د سلګونو میلیونو ډالرو مرسته شوې، خو خلکو او په تېره میندو او ماشومانو ته اوس هم لازم روغتیایي خدمات نه ور رسېږي.

ډاکټران تاکید کوي چې د عامې روغتیا وزارت دې د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې خلکو ته پر وسایلو او مسلکي پرسونل سمبال روغتیايي مرکزونه فعال کړي چې د مور او ماشوم د مرینې کچه را ټیټه شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG