د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

ماليي وزارت،مالیه ورکونکو او سوداګرو ته د عامه پوهاوی لړۍ پیل کړه


د افغانستان د ماليې وزارت په هېواد کې د عوایدو د لوړېدو او منظم کیدو لپاره مالیه ورکونو او سوداګرو ته د عامه پوهاوی لړۍ پیل کړه.

د ماليې وزارت چارواکي وايي چې دا کار به سوداګریز سهولتونه ایجاد او ورسره به قوانین په ښه توګه عملي شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه بیا وايي چې په هېواد کې ډیرو موازي ادارو چې ورته کارونه سرته رسوي د سوداګرو لپاره ستونزې جوړې کړي او همدې کار فساد ته زمینه برابره کړي ده.

افغان حکومت د ۱۳۹۴ کال د بې ساري عوایدو د راټولیدو وروسته د روان ۱۳۹۵ کال د عوایدو لپاره هم سر له اوسه هڅې پیل کړي دي.

د افغانستان د ماليې وزارت د دې هدف او د شفافو، منظمو او باسهولته عوایدو د راټولیدو لپاره ټولو مالیه ورکوونکو او سوداګرو ته د عامه پوهاوی پروګرام پیل کړ.

د هېواد د ګمرکونو عمومي ریس سید الرحمان سعید د سې شبنې په ورځ د دې پروګرام د پیل په مراسمو کې وویل چې له دې لارې به د سیستم د لا ښه کیدو لپاره د سوداګرو او مالیه ورکونکو نظریات راټول او نوي قوانین به تر دوی ورسوي.
ښاغلي سعید زیاته کړه:

"موږ وخت نا وخت په طرزالعملونو کې تغیرات راولو، په قوانینو کې تغیرات راځي، ګمرکي پیژندپاڼې بدلیږي نو څرنګه چې سوداګر او ګمرک یو له بل سره لازم او ملزوم دي باید دوی او مالیه ورکوونکي له دې هر څه خبر وي، موږ هم باید پوه شو چې څه تغیرات مهم دي، بدلونونه د دوی په مشوره راځي په هره برخه کې د دوی نظرونه اړین دي ځکه مونږ له همدوی عواید راټولوو."

دا په داسې حال کې ده چې د ماليې او ګمرکونو په ځينو برخو کې د تغیراتو له راوستلو سره-سره هم ځيني سوداګر د کمیشنکارانو ښکار کیږي او په ډيرو برخو کې فساد ته زمینې برابرې وي.

د ماليې وزارت وايي چې د عامه پوهاوی دا پروګرام په ټولو ولایتونو کې د سیمنارونو له طریقه پلي کوي چې ورسره به د ماليې اړوند قوانین پیاوړي شي.

افغانستان تېرمالي کال له ټولو ډیر عواید ۱۲۰ ملیارده افغانۍ تر لاسه کړي وې په داسې حال کې چې ورته ټاکل شوی هدف ۱۱۴ ملیارده افغانۍ وې.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه که څه هم د سوداګرو لپاره دا پروګرام ګټور ګڼي خو وايي چې حکومت باید د سوداګرو اساسي ستونزو ته پاملرنه ډیره کړي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزۍ په دې باور دی چې ادارې باید کمې شي او د جواز اخیستلو پروسه اسانه:

"که هر څومره پروسه لنډه او اسانه او د ډيرو ادارو نه خلاص شو دا به غوره کار وي، فساد به څنګه له منځه ولاړ شي چې خپله په ګمرکونو او عوایدو کې دری ادارې دي چې موږ پلټي، ۱۱ نور تفتیشان دي چې اصلاً د دوی وظیفه نه ده چې دا کار وکړي په همدې ډول ۲۱ ادارې دي چې د جوازو ورکولو کار کوي."

هغه وايي چې په ګمرکي او پلټنو چارو کې د ولایتي شوراګانو د ځینو غړو، یو شمېر والیانو او بېلابېلو نورو چارواکو مداخلې لاهم شته چې دې کار فساد ډير کړی دی.

له دې ټولو سره د ماليې وزارت هیله مند دی چې په دا ډول پروګرامونو او ځينو تغیراتو راوستلو به د روان مالي کال بودجې ته چې ورته ۱۳۱ ملیارده افغانۍ ټاکل شوي ورسیږي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG