د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

له نغلونه ننګرهار او لغمان ته د پرې شوې برېښنا ستونزه لا نه ده هواره


له تېرو پینځو ورځو راهیسې له نغلو څخه ننګرهار او لغمان ولایتونو ته بریښنا د بياځل لپاره قطعه شوې ده.

د بریښنا ریاست چارواکي وايي، په تېر کې هم په ځلونو د ازبین او بادپښ په سیمو کې له نغلو څخه تېره شوې بریښنا په دې بهانه قطعه شوې وه چې د دوی په سیمه کې باید د بریښنا پر شبکې کار پيل شي.

د ننګرهار د بریښنا ریيس وايي، د بادپښ او اوزبین سيمو لپاره د بریښنا په شبکه تېز کار روان دی او شاوخوا نوي سلنه کار يې بشپړ شوی دی.

خو نوموړی وايي، دا ځل وسله والو د بريښنا مزي په یوه بله بهانه پرې کړي او له دې لارې غواړي چې باج تر لاسه کړي:

"دوی اوس د فعلا لپاره ډیره ناجایزه غوښتنه لري پر ځای غوښتنه نه ده یو څوک يې راپيدا کړی عریضه يې په کړې چې زما په ځمکه کې پایې تللي او پیسې غواړم په اصل کې د دې عریضه کوونکي ځمکه نشته او د چا چې ځمکه ده هغه هیڅ نه وايي، دا صرف د پیسو اخیستو لپاره یوه لاره جوړه کړې ده."

نوموړي وویل، دوی د بریښنا پر سر هیچاته باج نه ورکوي او زياته يې کړه سره له دې چې د برېښنا د مزو امنیت ساتل د حکومت کار دی خو د دې ستونزې د حل په موخه يې ولسي هڅې روانې کړي دي:

"برېښنا ریاست پورې د دې لینونو امنیت نیونه په موږ پورې اړه نه لري حکومت دې د هغې منطقې امنیت وساتي او موږ به يې لینونه وتړو خو بیا هم کله چې بریښنا قطعه شي زموږ ټول کار کوونکی ارامه نه دي ناست او هڅې مو روانې دي چې دا ستونزه حل شي."

په ورته وخت کې د ننګرهار والي سلیم خان کندزی وايي، د بریښنا دغه لینونه د لغمان او د کابل په ساحو کې پرې شوي دي.

دی وايي، په دې اړه يې مرکزي اداره هم خبره کړې ده او د بریښنا د مزو بیرته تړلو هڅې روانې دي:

"دغه راتېره شوې بریښنا د لغمان او د کابل په اوزبین سيمه کې مشکل را ولاړ شوی دی په دې اړه موږ مرکز کې امنيتي چارواکو ته سپارښتنه کړې او کوښښ کوو چې دا مشکل حل شي."

بل خوا مدني فعال ډاکټر اسدالله ښآلیز وايي، د بریښنا قطعه کولو زیان یوازې عام ولس ته رسیږي ځکه ولایتي چارواکي او زورواکان د جنراتوري بریښنا څخه هم استفاده کوي.

نوموړي پر دغو وسله والو چې د بریښنا لینونه يې پرې کړي غږ وکړ چې ستاسې دغه ولسي خلک ځوروي او دا د ولس سره د دښمنۍ په مانا دی:

"دغه بریښنا چې قطعه شوې ده ټول ضرر عام او غریب ولس ته رسیږي چارواکي اوس هم برق لري وس داره خلک د شخصي جنراتور برق لري د دې کار زور بس یوازې عام ولس ته رسیږي او دا د ولس سره د ښمنۍ په مانا ده."

له دې وړاندې په ځلونو د نغلو بریښنا مزي د وسله والو لخوا پرې شوي چې وروستی ځل يې د ګرمې په سخت موسم کې د تېرې روژې په میاشت کې بریښنا قطعه شوې وه او له دغې ستونزې له یوې اونۍ زیات دوام يې وکړ.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG