د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر د سفر هدف څه و؟


د ولسي جرګې ځینې غړي او پوځي کارپوهان؛ افغانستان ته د امریکا د دفاع د وزیر د وروستي سفر هدف، د داعش د ډلې ځپل او پر پاکستان فشاراچول ګڼي.

که څه هم په افغانستان کې روانو ناامنیو او په ننګرهار ولایت کې د داعش فعالیتونو خلک اندېښمن کړي؛ د ولسي ځینې غړي وايي چې افغانستان ته د امریکا د فاع د وزیر سفر هغه وخت ګټور ثابتېدلی شي چې پر اسلام اباد فشار راوړي؛ څو په پاکستان کې، د تروریستانو پټنځایونه له مینځه یوسي.

دوی وايي، په ننګرهار کې به د داعش د ډلو ځپل هم د امریکا د د فاع د وزیر د اهدافو برخه وي.

د ولسي جرګې غړی عبدالودود پیمان سره له دې چې افغانستان ته د امریکا د دفاع د وزیر سفر مهم ګڼي؛ خو وايي چې که امریکا، پاکستان د مخالفو وسله والو له تمویلولو منع نه کړي؛ دا سفر به ښه نتیجه ورنه کړي:

"په ننګرهار کې د داعش مرکز تثبیت شوی. بل یې د راډیو خپرونې دي چې ناټو او د امریکا د دفاع وزیر يې اندېښمن کړی دی. د همدې له امله د دفاع وزیر ننګرهار ته سفر وکړ. دا سفر بې ګټې نه دی، خو که پر پاکستان هم فشار راوړي.

که چېرې پاکستان بیا هم د مخالفینو ملاتړ وکړي؛ نتیجه به ورنه کړي."

ننګرهار ولایت چې له پاکستان څخه افغانستان ته د مخالفینو د ننوتلو دروازه ګڼل کیږي؛ دا هم ویل کیږي چې د داعش ډله به په راتلونکو کلونو کې د خپلو فعالیتونو په زیاتولو سره؛ په دغه ولایت کې اندېښنې نورې هم زیاتې کړي.

کوم عملیات چې د ننګرهار په مربوطاتو کې د داعش او طالبانو د ځپلو لپاره ترسره شول؛ ځايي خلکو پرې انتقادونه وکړل.

سربېره پردې په دې وروستیو کې د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر په هغه ولایت کې د داعش پر وړاندې د مبارزې تیاری وښود؛ خو پر حکومت یې انتقاد وکړ چې مرسته یې ورسره ونه کړه.

داسې ویل کیږي چې د افغانستان د ناامنیو او په کې د داعش د فعالیتونو خبره د امریکا ترکانګرسه هم ورسېده او د بحث موضوع یې؛ په راتلونکو کلونو کې د افغانستان امنیتي وضعیت او د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د وه مخه سیاست و.

ننګرهار ولایت ته د امریکا د دفاع د وزیراشټن کارټر د سفر په اړه د ننګرهار

د والي ویاند عطاءالله خوګیانی وایي چې ښاغلي کارتر په دې کې د داعش په موجودیت اندېښنه وکړه او د دې ډلې ځپلو ته ژمن شو.

د سیاسي چارو پوه باري عارض وايي؛ افغانستان ته د اشټن کارتر سفر درې خواوې لري.

افغانستان ته د روسیې نږدې کېدل؛ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو کتل او د داعش د ځپلو لپاره د پلانونو جوړول دي:

"شک نشته چې د دفاع د وزیر سفر به دلته د نړېوالو او د افغانستان د ولس پام راواړوي؛ خو داعش دلته په خپله نه دی زیږیدلی؛ زه فکرنه کوم چې دا کارونه دي؛ د امریکا د قوي استخباراتو له نظره پټ پاتې وي."

د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ناامنیو له زیاتېدو سره سره؛ داعش یا د اسلامي دولت ډلې هم فعالیتونه زیات کړي او افغان چارواکو ویلي چې پاکستان د تروریزم پر وړاندې، په ګډه مبارزه کې رښتینی نه دی.

باري عارض پر پاکستان د نړېوالې ټولنې او په تېره د امریکا فشار مهم ګڼي.

دی وايي، د تروریستانو د ځپلو لپاره، د دوی د پتنځایونو له مینځه وړل ضروري دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG