د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

د جرمني صدراعظمه د ناقانونه کډوالو په اړه د خبرو لپاره ترکیې ته ځي


د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل نن د ترکیې اسټانبول ښار ته ځي چې دا یقیني کړي چې ترکیه به اروپاته د کډوالو د بهیر په مخنیوي کې مرسته کوي.

مرکل چې د کډوالو د بحران له امله د خپل ګوند په ګډون له مختلفو لورو ترسخت فشارلاندې ده؛ غواړي هغه تړون محکم کړي چې ترکیه د اروپایي اتحادیې د مرستې او نژدې اړیکو په بدل کې کډوال نه پریږدي چې اروپا ته لاړشي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې که څه هم جرمني هیله منه ده چې روان کال به له اتو لکو نه تر یومیلیون پورې کډوال دې هېواد ته ورشي؛ خو مېرکل هغو فشارونو ته چې جرمني دې خپلې پولې ټینګې کړي او له اتریش څخه ورتلونکي کډوال بېرته هغه هېواد ته واستوي؛ غاړه نه ده ایښې.

مېرکل، اسټانبول ته په تګ سره چې د ترکیې پارلماني انتخاباتو ته دوه اونۍ پاتې دي؛ د دې خطر زیاتوي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیپ اردوغان به له دغه سفرڅخه د خپل ګوند د انتخاباتي کمپاین لپاره ګټه پورته کړي.

ایکین دیلیګوز چې په ترکیه کې زیږیدلی او اوس د جرمني د پارلمان غړی دی؛ وایي، مرکل د مرستې په هیله ترکیې ته ځي او اردوغان په دې پوه دی او له دغه فرصته د ځان او خپل ګوند په ګټه کاراخلي.

د یادونې وړ ده چې په جرمني کې د ترکانو یا هغوی چې په خټه ترکي دي؛ شمېر درې نیم میلیون وګړو ته رسي.

ترکیه له کلونو راهیسې هڅه کوي چې د اروپایي اتحادیې غړې شي؛ خو په دې اتحادیه کې د ترکیې له غړیتوب سره یوشمېر اروپایي سیاستوال مخالف دی.

دوی وایي، په ترکیه کې ډموکراسي کمزورې ده او د بشرحقونو ته سمه پاملرنه نه کیږي.

میرکل هم یوه له دغو سیاستوالو ده چې څه موده مخکې یې په خپل دغه دریځ یوځل بیا ټینګار وکړ.

د مېرکل له څرګندونو وروسته تیره اونۍ اروپایي اتحادیې ترکیې ته یو عملي پلان وړاندې کړ. په دغه پلان کې له اروپایي اتحادیې سره د ترکیې د یوځای کېدو په اړه د خبرو د بیا پیلېدو او مرستو په ګډون دغې اتحادیې ته د ترکي وګړو پر سفر د ویزې د لیرې کولو احتمال هم شامل دي. د دغه پلان په بدل کې بیا له ترکیې غوښتل کیږي چې د کډوالو د بهیر مخه ونیسي؛ هغه چې مېرکل له تاریخي پلوه یوه ازموینه بللې ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر فریدون سینیرلي اوغلو د تیرې جمعې په ورځ وویل چې دغه پلان تراوسه بشپړ نه دی او دا به اشتباه وي چې داسې وانګیرل شي چې ترکیه په خپله خاوره کې د کډوالو د ساتلو لپاره د مالي مشخصې مرستې غوښتنه کوي.

اردوغان او د هغه واکمن د عدالت او پرمختګ ګوند چې د نومبر په لومړۍ نېټه عمومي انتخابات په مخ کې لري غواړي له دې ډډه وکړي چې ګواکې دوی د مرستې په خاطر ځان پر اروپایانو پلورلی دی.

هغه غواړې له دې فرصته پر اروپا او مېرکل د خپل نفوذ ښودلو لپاره ګټه پورته کړي.

د ترکیې ولسمشرد جمعې په ورځ اروپایي اتحادیه تورنه کړه چې د ترکیې د غړیتوب پرسر خبرو کې ریښتینې نه ده.

د رویټرز په وینا، دې حقیقت ته په پام سره چې اردوغان او مېرکل دواړه په دې پوه دي چې ترکیه ښایي په نژدې راتلونکې کې د اروپایي اتحادیې غړیتوب ترلاسه نه شي کړی؛ خو دواړه مشران د یکشنبې د ورځې له خبرو یوڅه لاس ته راوړي.

مېرکل غواړي چې اروپا ته د کډوالو د بهیر په مخنیوي کې د عملي پلان لپاره د ترکیې ژمنه یقني کړي او په کوردننه هم د هغې د خپل ګوند په ګډون فشارونه کم کړي.

اردوغان بیا هیله من دی چې اروپایي اتحادیې ته له ویزې پرته د ترکانو د سفر کولو احتمال به په راروانو انتخاباتو کې د هغه له ګوند سره مرسته وکړي. د مصؤنو هېوادونو په لست کې د ترکیې شاملېدل به دغه راز د دې هېواد د توریزم له سکتورسره هم مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG