د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

د سیمه ییزې موسیقۍ تاریخ ډېرلرغونی دی


د مینې،سوز او ګداز په دغه پُرکیفه شېبو کې چې کله د هارمونیې خوږ غږ، د ستار له غمجن غږ، د طبلې سُر شوی انداز، ښه شعر او د ښکلي غږ خواږه سره یوځای شي نو د ډېرو په زړونو بې اختیاره منګولې خښوي.

بیا د دېرو بانډارونه ګرمیږي، بیا ځوانان سره راټولېدا ته رابلي او د زړونو پټې لارې د سیمه ییزې موسیقۍ په خوږو تالونو کې لټوي.

په افغانستان کې د سیمه ییزې موسیقۍ تاریخ ډېرلرغونی دی او د تاریخ اټکل یې ځکه نه شي کېدلی چې د انسان د تاریخ په مختلفو دورو کې د موسیقۍ له بېلابېلو شکلونو او ډولونو استفاده کړې ده.

دا باید له یاده ونه باسو چې د ويدي او اوستايي سندرو څپاند او تپاند روح د پښتو په اولسي او عاميانه سندرو كې خپل نفوذ کړی، رنګ او خوند يې دواړه ترې اخیستي او ټوله سیمه یې پرې سندریزه کړې ده.

د هرشپانه،بزګر،ځوان،پیغلې،مور، مینې او مین ټولو د خپل زړه غږونه په سیمه ییزه موسیقۍ کې پورته کړي دي.

هره سیمه ځانګړې موسیقي او د موسیقۍ الات لري، نو له همدې امله یې سیمه ییزه موسیقي بولو، خو په ټوله کې بیا دغه موسیقي له یوه بل سره ژور تړون لري.

د دغې موسیقۍ د الاتو په اړه سندرغاړی عظیم لوګری وايي چې د موسيقۍ د کلاسیکو او فلکلوریکو الو په ملتيا له ډېره پخوا راهیسې خوږې نغمې او زړه وړونكې څپې جوړې شوي دي.

تاره،سیتار،ریچک،سرېنده،سُرني،شپږتاره،شپیلۍ،چمبه،زېربغلي،ډول، ډولکی،نغاره،طبله او داسې نور یادونه هم کوي او وايي چې دا د سیمه ییزې موسیقۍ الات دي چې اوس په موډرن وسایلو کې هم په ډېر کم توپیر سره استعمالیږي.

د نوموړي په خبره چې سیمه ییزه موسیقي د هرې سیمې د ځانګړي فرهنګي او هنري چاپیریال نماینده ګي کوي.

ښاغلی لوګری وايي چې د پخوا په پرتله د سیمه ییزې موسیقۍ مینوال اوس کم شوي دي.

داسې ځوانان او پیغلې به ډېرې کمې وي، چې یوه یا زیاتې ولسي او سیمه ییزې سندرې یې نه وي زده، په ځانګړې توګه پښتني پېغلو او مېرمنو د اولسي ادب په تخليق كې تر زلمو او لويانو زياته برخه اخيستې.

ریتا وژمه یو له هغو ښځینه سندرغاړو ده چې ۳۲ کاله یې د موسیقۍ په برخه کې کار کړی، نوموړې هم د سیمه ییزې موسیقۍ په تالونو کې سندرې ویلي

اغلې وژمه د خپلې لومړنۍ سندرې زمزمه کوي او وايي چې د سیمه ییزې موسیقۍ په تالونو کې یې یاده سندره ویلې، دا چې د سیمه ییزې موسیقۍ او سندرو مخکښ او پخواني سندرغاړي څوک وو، ریتا وژمه د هغوي په اړه هم معلومات راکوي.

رباب د سیمه ییزې موسیقۍ یوه ډېره مشهوره او مهمه اله ده، محمد حسن ربابي سره زموږ همکار محبوب شاه محبوب مرکه کړې، د اورېدو بلنه یې درکوو:

که څه هم د رباب مینوال به وي، خو د سیمه ییزې موسیقۍ او سندرو مینوال بیا کم شوي، د هرات پوهنتون استاد فردوس بهار هم د سیمه ییزې موسیقۍ د مینوالو کمښت اندېښمن کړی او وايي چې دا چاره فلکلور ته زیان اړوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:30 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG