د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

علمي سفرونه (سَيرعلمي) څه ګټې لري؟


کله د خپل ښوونځي یا د پوهنتون له خوا کوم تاريخي ځای ته په علمي سفر تللي يئ؟ دغه علمي سفرونه یا (سَيرعلمي) څه ګټې لري. په نننۍ تاندې څانګې کې پرې غږیږو او د افغانستان د ځينو تاريخي سيمو او ځایونو په اړه هم خبرې درته لرو چې ښايي کله يې له نږدې وګورئ.

علم او پوهه یو په کتابونو کې ده چې د مطالعې په مرسته یې زده کوو او یو هم په مشاهده کې چې یوه تاريخي ځای یا یوې خاصې سيمې ته په سفر ځو او له نږدې يې وينو یا هغه د چا خبره پخپلو سترګو يې وینو. (علمي سفرونه یا سَير علمي) د کتابونو نه بلکې هماغه د مشاهدې په ډول د یوه تاريخي ځای او یا د یوې ځانګړې سيمې په اړه د مالوماتو د راټولولو لپاره کیږي، چې په افغانستان کې عموماً کله کله د ښوونځيو زده کوونکي او یا د پوهنتونونو محصلان دغه علمي سفرونه کوي.

د میدان وردګ اوسېدونکی وارث وايي چې د خپلې لیسې د ادارې لخوا له خپلو ټولګيوالو سره یو ځل موزيم ته بېول شوی او هغه څه يې له نږدې لیدلي چې په اړه يې په کتابونو کې لوستي وو او یا يې د هغو تاريخي اثارو یوازې عکسونه لیدلي وو.

عبدالظاهر په کابل کې د استاد محمد صديق پسرلي لیسې زده کوونکی دی، دی یو ځل بابربڼ ته په علمي سفر تللی او د غالیو د اوبدلو په اړه د یوه درس پر مهال د ښوونځي ادارې ژمنه ورسره کړې چې د غاليو اوبدلو یوې فابريکې ته به یې هم بیايي.

خو د یاسمين په نوم یوه زده کوونکې وايي چې تردوولسمه رارسېدلې او په دې دوولسو کلونو کې کله هم کوم ځای ته په علمي سفر نه ده بېول شوې، وايي:

((نه نه، زه چې تر دوولسمه رارسیدلې یم، په کوم علمي سفر نه یو تللي. نه د ښوونځي له خوا موزیم ته تللي یوو او نه هم کوم بل چېرې. خو اوس چې له دوولسمه فارغیږم د مکتب لخوا ملي راډیو ټلويزون ته د یوې ذهني سیالۍ لپاره ورځو، نو همدا مو لومړی ځل دی.))

د نړۍ په نورو هېوادونو کې علمي سفرونه په درسي نصاب کې ځای لري، منظم پلانونه ورته جوړشوي او په کال کې څوځله زده کوونکي په علمي سفرونو بېول کیږي. خو د پوهنې وزارت د نشراتو مشرمحمد کبيرحقمل وايي چې په افغانستان کې دغو سفرونو ته د ځینو امنيتي، ټولنيزو او مالي مشکلاتو له کبله لاهم کوم منظم پلان نه دی جوړشوی او خصوصاً نجونې او د لرو پرتو سيمو د ښوونځیو زده کوونکي ترې بې برخې دي.

ښاغلي حقمل خو د امنيتي او مالي مشکلاتو ترڅنګ ځيني ټولنيز مسایل هم یاد کړل چې لامله یې په افغانستان کې د نورې نړۍ غوندې د شاګردانو لپاره علمي سفرونه نه دي دود او یا کافي نه دي. خو افغان لیکوال او شاعر ډاکټر احسان الله درمل وایي چې کورنۍ هم باید په دې برخه کې له خپلو اولادونو سره مرسته وکړي او وخت ناوخت يې ځينو تاريخي ځایونو یا موزیم ته بوځي.

ښاغلی درمل مو د دغو علمي سفرونو یا سيئرعلمي له ګټو خبروي او د دې علت هم راته وايي چې دی ولې ډېر ګرځېدلي خلک بې سنده عالمان بولي؟

((ډير ګرځېدلي خلک ان که تعلیم يې هم نه وي کړی، یو غير رسمي علم لري. ما چې د مسافرو تجربې اوريدلي نو دوی په اخلاقي لحاظ او د معلوماتو په لحاظ تر ګڼو لوستو ډير پوهیږي. ځيني اجتماعي نزاکتونه يې زده کړي وي، مختلف کلتورونه يې تجربه کړي وي، له مختلفو خلکو سره یې لیدلي کتلي وي، زغم او حوصله يې ډېره شوي وي، نو ځکه زه ورته بې سنده عالمان وایم او په کار ده چې د دولت ترڅنګ په خپله د زده کوونکو کورنۍ هم دوی ته د علمي سفرونو زمينه برابره کړي.))

ښاغلی حقمل هم د علمي سفرونو د ګټو په اړه وايي چې د دغو سفرونو په برکت زده کوونکي پخپل ځان باور پېدا کوي، هغه په هند کې د خپلې ماسټرۍ د دورې یوه خاطره راسره شریکوي چې څنګه به هندي زده کوونکي په علمي سفرونو تلل.

افغانستان یو نه لېږدېدونکی موزيم دی، هر ولایت او ښار يې ځان ته ځانګړی تاريخي ارزښت او بېلابېل اثار لري. دا خبره د افغانستان د علومو اکاډمي سلاکار سرمحقق استاد حبيب الله رفیع کوي او زیاتوي چې د افغانستان مختلفې سيمې بېلا بېل تاريخي او لرغوني اثار لري، باید زده کوونکي د یوه منظم پلان له مخې دغو سيمو ته ورشي، له نږدې يې وګوري، خپلې خاطرې وکړي او د کتابونو تر څنګ له مشاهدو هم یو څه زده کړي.

نو اوس که غواړو د علم او پوهې د تر لاسه کولو دواړه لارې ياني (د کتابونو مطالعه او د تاريخي ځایونو او خاصو سيمو مشاهده) تجربه کړو، باید د کتابونو د مطالعې تر څنګ علمي سفرونو هم وکړو.

دا خپرونه پر فېسبوک پېداکړئ:

http://facebook.com/TandySangy

پر دې وېب پته دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې هم اورېدلی او لوستلی شئ:

http://www.azadiradio.org

او د نورګل شفق پر دې برېښنالیک پته هم خپل نظرونه راسره شریکولی شئ:

http://shafaqn@rferl.org

یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار يې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:13 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG