د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

قوانج: یوځل بیا به په کابل کې برقي بسونه فعال شي


د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت چارواکي وایي، په پام کې لري چې یوځل بیا په کابل کې برقي بسونه فعال کړي.

د ټرانسپورټ وزارت ویاند حکمت الله قوانج وایي چې د برقي بسونو د فعالولو لپاره یوه کمیټه جوړه شوې ترڅو د دې بسونو د فعالولو زمینه برابره کړي.

د ټرانسپورټ وزارت ویاند دا هم وویل چې د چک جمهوریت چارواکو او ځینو کمپنیو په دې برخه کې د همکارۍ او مرستې ژمنه کړې او تردې دمه یې دوه ځلي له افغان چارواکو سره کتلي هم دي او په پام کې ده چې په راتلونکې کې به هم دغه خبرې دوام وکړي.

په داسې حال کې چې د دولتي بسونو کمښت د کابل ښارد ځمکني ټرانسپورټ اساسي نیمګړتیا ګڼل کیږي او کابل ښاریان د ملي یا دولتي بسونو د فعالیدو غوښتونکي دي.

د ټرانسپورټ وزارت وايي، په پام کې لري چې یوځل بیا په دغه ښارکې برقي بسونه فعال کړي.

د دغه وزارت ویاند حکمت الله قوانج ازادي راديو ته وویل، په دې اړه یې له بهرنیو کمپنیو سره د لیدنې په ترڅ کې د چک جمهوریت له چارواکو او یو شمېرکمپنیو سره خبرې کړي دي:

((په همدې هدف د ټرانسپورټ وزیرله چکي چارواکو او کمپنیو سره چې په دې برخه کې یې لیوالتیا ښودلې وه خبرې وکړې او په هغه ناسته کې چې د ټرانسپورټ وزیر به یې د چک له سفیر او کمپنیو سره ولري دغه موضوع به په بشپړ ډول حل شي.))

برقي بسونه شاوخوا ۲۵ کاله مخکې د کابل ښارد ځمکني ټرانسپورټ ستره برخه وه.دغه شبکه هغه وخت د چکسلواکیا هېواد له لوري جوړه شوې وه.

دغه بسونه د کابل د سینمای پامیر، کوټې سنګي، کارته پروان او همدا راز کارته نو په سرکونو تګ را تګ کاوه.

د دغو بسونو یو شمېرچلوونکې میرمنې وې او دا د افغانستان په تاریخ کې لومړنی میرمنې وې چې ملي یا دولتي بسونه یې چلول.

اوس مهال د ټرانسپورټ وزارت ویاند وایي، په کابل ښارکې د برقي بسونو د بیرته فعالولو په هدف یې یوه کمیټه جوړه کړې چې دغه کمیټه به د بریښنا او د برقي بسونود سیسټم د طرحې او د شمېر په اړه لومړنۍ څیړنې له چارواکو سره شریکې کړي.

ښاغلی قوانج وایي، اوس مهال د ټرانسپورټ وزارت د برقي بسونو د بیرته فعالولو لپاره ځانګړې بودیجه نه لري خو هیله ده چې مرستندویان به په دې برخه کې پانګونه وکړي.

خو بل خوا د ملي بس د تصدۍ رییس نذیر رضایي ازادي راډيوته وویل، د برقي ملي بسونو د فعالولو په نیت یوازې لومړنۍ خبرې شوي دي.

دی وایي، د دغه بسونو د مزو د رغولو لپاره د بریښنا د سیسټم جوړول ډير مهم دي او باید د بریښنا د ورکړې پخواني جګشنونه چې په کارته نو شیرپور او د مرکزي سیلو په سیمو کې موقعیت لري ورغول شي او یا هم نوي جکشنونه جوړ شي:

((له دې مخکې موږ په کارته نو، شیرپور او سیلو سیمو کې د بریښنا جګشنونه درلودل چې هغه باید له سره ترمیم شي.))

د ټرانسپورټ وزارت وایي، د دغه بسونو د فعالولو په هدف به یوه نوې مقرره هم جوړه کړي.

کابل ښاریان وايي چې د برقي بسونو د بیا فعالیدو په تمه دي ځکه نه یوازې دا چې د دوی ټرانسپورټي ستونزه به اواره شي بلکې د بې کیفیته تیلو له پلوه به د دغه ښار د هوا د ککړتیا مخه هم ونیول شي.

XS
SM
MD
LG