د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

ډاکټران: له ناروغه د هغه ناروغي پټول سم کار نه دی


په کابل کې علي اباد روغتون هغه ځای دی چې ډیری د اعصابو د ناروغانو درملنه په کې کیږي د ډاکترانو په وینا، لوړ فشار، شکر، شدیده سردردي، د سګرټوڅکول، رواني تشویشونه او ځیني نورلاملونه د مغزي سکتې سبب کیږي، کله خو مغزي سکته په ارثي ډول هم له یوه نسل نه بل نسل ته انتقالیږي ۶۲ کلنه جمیله چې اوس په روغتون کې بستر ده، نیم وجود یې فلج او ژبه یې کونګه شوې.

ځیني کسان بیا له ناروغه د هغه ناروغي پټوي د ډاکترانو له نظره دا سم کار نه دی ځکه چې مریض کس بیا له ځان سره احتیاط نه کوي، هغه په دې نه وي خبر چې څه یې په ګټه او څه په تاوان دي.

د کورني چاپیریال خوښ ساتل ټولو ناروغانو په تیره هغو کسانو ته ډیر ضرور دی چې مغزي سکتې یې کړي که چیرې د دا ډول ناروغانو په مخکې جنګ جګرې وشي هغوی یې نه شي زغملی خو که دوی له ټولو ستونزونه لرې وساتل شي د رغیدلو امکان یې ډیر وي.

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:11:38 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG