له افغان حکومته د ماشومانو غوښتنې
په کابل ښارکې یو شمېرماشومانو د منډې وهلو په یوه سیالۍ کې له حکومته وغوښتل چې د نویو زېږېدلو ماشومانو ژوند ته دې خاص پام وکړي. په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې د کچې لوړوالي یوشمېرافغان ماشومان وهڅول، څو د یوه ځانګړي پروګرام له لارې له افغان حکومت وغواړي چې د ماشومانو د مړینې کموالی ته جدي پام وکړي. یوشمېرماشومانو چې شمېر یې سلو تنو ته رسېده د سې شنبې په ورځ په کابل د منډې وهلو په یوې سیالۍ کې ګډون وکړ او له افغان حکومته یې غوښتنه وکړه چې د ماشومانو روغتیا ته زیاته پاملرنه وکړي د هغوی ښوونې او روزنې ته زمینه برابره کړي.