د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

نوروزي کوژده شوي ځوانان پوزې ته راوستي!


نوی کال مو مبارک شه...

نن په دې نه غږیږو چې د نوروز نمانځل څنګه دي او پر خور، لور د ولور اخيستل روا دي که ناروا... بلکې په دې غږیږو چې کوژده شوې نجلۍ ته د نوي کال د برخې یا د نوروزي وړلو ځوانان ولې پوزې ته راوستي؟
ورپسې په دې غږیږو چې د نوروز او یا د خوښۍ او رخصتۍ په نورو ورځو کې چې کله کورنۍ کوم چېرې په چکر ځي نو ځينې ځوانان یې پخپلو ناوړه حرکاتو د زړه وینې خولې ته راولي او په ارامه یې نه پرېږدي؟ راځئ ورشو چې خبر شو...

کرن خان په یوه سندره کې له خپله یاره او له نوي کاله د سندرو غوښتنه کوي. خو د یو شمېرکوژده شویو نجونو کورنۍ بیا په دومره اسانه نه رضا کیږي. د هلک کورنۍ که خاندي او که ژاړي، که په پور وي او که په ګرو، باید د نوي کال د رارسېدو په مناسبت د خپلې کوژدنې ښه درنه برخه وکړي، چې نوروزي یې بولي. که پېل له خوړو وي نو پای به یې په سرو زرو وي.

پخپله کوژده شوې نجلۍ او کورنۍ خو به خوشاله وي چې لور يې په سرو شنو کې پټه شوه، خو د هلک له شنه زړګي به یو الله خبر وي.، دغه ځوان شفیع وردګ دی، دی وايي زه له اوسه زړه خورم چې که واده وکړم نو دغه نوروزۍ به څنګه پوره کوم؟ دی د خپل د ماما زوی کیسه کوي چې خپله یې لاس بند و نو قرضو ته مجبوره شو چې د کوژدنې د کورنۍ غوښتنې پوره کړي.

د کابل پوهنتون محصله آرزو وايي چې د دوی په خپلوانو کې د دې لپاره چې د هلک کورنۍ نجلۍ ته نوروزي نه وروړې، نږدې وو چې نامزادي سره فسخ کړي، آغلې ارزو وايي چې هلک او نجلۍ باید معنوي خوشالیو ته ارزښت ورکړي، نه مادي ته.

یوه بله خبره دا ده چې که کومې نجلۍ ته نوروزي ورنه وړل شي نو خلک فکر کوي چې په سپکه ورته ګوري. خو څه وايي، ځای هغه سوځي چې اور پرې بلیږي. د دغې مور زړه هم ځکه اور اخيستی چې خاوند یې معلول دی او زوی ته یې کوژده کړې، نو که یو خوا ګوري پاڼ دی او که بل خوا ګوري پړانګ.

پېغله مریم وايي چې تازه یې کلي ته د نوروزي دود پښې ورکړي، خو دا وايي چې خلک یې خلاف دي او خفه دي ځکه چې د خلکو اقتصادي وضعه خراپه ده او څوک د دومره مصارفو وس نه لري.

خفه خلک دې خدای خوشاله کړي، خو یوه تازه کوژده شوې پېغله ولې خوشاله ده؟ راځئ چې له زړه یې خبر شو:
(زما نوم مینه ده، ځکه خوشاله یم چې د خوسر کورنۍ مې په وخت نوروزي راته راوړه، جلیبي، وچه میوه، ماهي... ډېر شیان یې راوړل).

د کابل پوهنتون محصله مینا نظري وايي چې نوروزي د نوي کال ډالۍ ده، خو ډالۍ خلک په رضا یوه بل ته ورکوي، نه دا چې څوک یې په زور له چا غواړي، ځکه باید د نجلۍ کورنۍ د هلک پر کورنۍ فشار رانه وړي.

ډېر ځله لېدل شوي چې په کومه نجلۍ ډېر ولور اخیستل شوی نو ګډ ژوند یې له ستونزو سره مخ شوی، بیا هم آرزو ته غوږ ږدو چې د داسې ناوړه دودونو د پالونکو کورنیو د لور، خور ژوند بیا څه وړ وي؟ آرزو وايي چې یوې نجلۍ باندې لوړ ولور اخیستل شوی و او کورنۍ یې هم د نوروزي، اختریو او نورو دودونو پالوونکې کورنۍ وه او تل به یې د هلک پر کورنۍ فشار راوست چې دا دودونه باید ورسره وپالي. خو کله چې نجلۍ واده شوه نو اوس یې د پلار کور ته حتی نه ورپرېږدي او ورته وايي چې ته یې په موږ خرڅه کړې یې.

د ټولنیزو چارو کارپوه استاد امان الله هوسا وايي، نوروزي داسې یو دود دی چې د خلکو بېخ باسي، دی وايي د داسې ناوړه دودونو پر وړاندې باید مبارزه وشي او چې د خلکو د پوهې کچه لوړه شي نو بیا دا مبارزه اسانیږي.

ځينې ځوانان په مېله راوتلې کورنۍ ځوروي

د نوي کال ورځ یا نوروز د خلکو لپاره د تفریح یوه مناسبه ورځ هم وي، خلک یې رارسېدو ته ورځې شماري او ځانونه ورته جوړوي. څوک د نوروز په ورځ مېلې کوي، يو ځای په چکر ځي او څوک په هدیرو راګرځي، خپلو مړیو ته دعاګانې کوي او مزارونو ته یې نوې جنډې جوړوي. خو ځينې داسې ځوانان هم شته چې د نورو په ورځ په هدېرو کې ناڅي او په میله راوتلې کورنۍ ځوروي... دې ته ورته خبرې مینا نظري کوي. آغلې نظري همدا راز وايي چې دوی د داسې ځوانانو له کبله پخپله تفریح پښېمانه کیږي او بله ورځ یې بيا خپله کورنۍ هم کوم چېرې تګ ته نه پرېږدي.

خو یو بل ځوان سلیمان بیا څه ډول خاطره راسره شریکي وي، دی په شهدای صالحین کې د نوروز د ورځې کیسه کوي چې د یوې نجلۍ کالي له افغاني فرهنګه چپ و نو ځکه ډیر هلکان شاته پسې روان وو او نجلۍ یې نږدې ژړا ته راوستلې وه چې اخر پولیس اړ شول چې هوايي ډزې وکړي او هغوی سره تیت کړي.

د وردګ اوسېدونکی شېرزاد احمدي وايي چې په هر چا د خپلې کورنۍ عزت ګران دی نو که کوم ځوان د بل چا خور، لور ځوروي، باید خپل سر لږ خپل ګرېوان ته ټيټ کړي او فکر وکړي چې همداسې څوک دی هم لري.

خو استاد هوسا بیا وايي، کوم کسان چې نور ځوروي هغوی داسې فکر او قضاوت نه لري. دوی وايي چې زما لور خور ته دې څوک نه ګوري خو زه دې ورته ګورم. ښاغلی هوسا زیاتوي چې د انسان ځورول ډېر بد کار او ګناه ده، که بیا هم څوک له داسې ناوړه کاره لاس نه اخلي نو باید له پولیسو همکاري وغوښتل شي.

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه پر فیسبوک پېدا کړئ او د خپرونې په اړه نظر راته پرېږدئ، د فیسبوک پته مو ده: facebook.com/tandysangy

د شفق پر دې بریښنالیک پته هم د خپرونې اړوند پېغامونه ورلېږلی شئ: ShafaqN@rferl.org

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:12 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG