د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

د تیتانوس واکسین مېرمنو او نجونو ته څومره ضرور دي؟


د تیتانوس واکسین پنځه دورې لري او له پینځه لس کلنۍ نه ترپینځه څلویښت کلنۍ پورې باید ټولو نجونو او میرمنو ته تطبیق شي.

ولادت:

ولادت یا د ماشوم د زیږون وخت یوحساس پړاو دی، په دې وخت کې مورله یوه سخت حالت سره مخ وي، د ولادت په وخت کې باید مورترجدي مراقبت لاندې وي رواني حالت، حفظ الصحې او پاکوالي ته یې باید ډیر پام وشي.

که د ولادت په وخت کې حفظ الصحه مراعات نه شي مور او ماشوم دواړو ته ګڼې صحي ستونزې پیدا کوي.

زموږپه ټولنه کې یوله ناوړه دودونو نه دا هم دی چې په ولادت ناروغه مېرمن ډاکترته نه بیایي، دا ورته یو ډول شرم ښکاري، مورپه یو داسې نامناسب ځای کې ولادت کوي چې هلته حیوانات هم وي او د ماشوم نوو په داسې وسایلو پرې کوي چې غیر صحي وي.

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:13:47 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG