د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۹

"په هیواد کې خپریدونکي اقتصادي شمیرې کره نه دي"


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي؛ په هیواد کې خپریدونکي اقتصادي ارقام دقیق نه دي او د کره کولو لپاره یې ه د احصایې له مرکزي ادارې سره کار پیلوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه په دې باور ده چې په هیواد کې خپریدونکي اقتصادي شمیرې کره او یو شان نه دي.

د دې خونې د عامل پلاوي مشر عتیق الله نصرت چې د دوشنبې په ورځ یې د احصایې له مرکزې ادارې سره د دې ارقامو د کره کولو لپاره په یوه کړنلاره توافق وکړ؛ وایي په ټولو برخو په تیره بیا د صنعت په برخه کې د کره شمېرو نه شتون له ستونزو سره مخ کړي دي.

ښاغلی نصرت وایې دا ارقام به ډير ژر دقیق شي او له هغې وروسته به طرحې او پلانونه د هغې مطابق جوړیږي چې تر ډيره به د سوداګرو او پانګه والو سره مرستې وکړي:

"له دې وروسته ارایه کېدونکي ټول ارقام باید داحصایې مرکزي ادارې له خوا تاید شي؛ له دې سره به هغه بې باوري چې د ارقامو په اړه اوس په افغانستان کې شته له منځه ولاړې شي او د ټولو ادارو تر منځ په کره او دقیقو ارقامو همغږي رامنځته شي."

ښاغلی نصرت وایي، له احصایې وروسته به د وارداتو او تولیداتو په شمول د بیلابیلو برخو لپاره له ضرورت سره سم طرحې جوړې کړي او ورسره به هره اداره خپل مسوولیتونه وپیژني.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نورو ګډوډیو تر څنګ په په ډیرو برخو کې د کره شمېرو او احصایو په برخه کې هم ګډوډي شته او هره اداره د بیانولو لپار بیلابیل ارقام لري.

په ورته وخت کې د افغانستان د احصایې مرکزي اداره وایي؛ د بیلابیلو ادارو له خوا د کره شمېرو نه بیانول د دې سبب شوي چې خلک په ځينو موضوعاتو تشویش وښيي.

د دې ادارې سرپرست شیرمحمد جامي زاده وایي؛ له دې سره چې دوی ځینې ارقام ثبت کړي؛ خو په هیڅ صورت د ټول هیواد په کچه ارقام لا دقیق نه دي.

"ډیر ارقام لرو، ولې دا بشپړ نه دي په همدې ډول دا معلومات چې موږ څومره تولیدات لرو؛ خصوصي سکتورونه څومره اندازه تولید کولای شي؛ داسې ارقام نه لرو. موږ غواړو د دې نوي همغږی له مخې دا ډول ټول معلومات جمع کړو."

نوموړی وایي، په دې برخه کې د ټولو ادارو مرسته لازمي ده؛ تر څو دا ارقام ثابت او له دوی سره ثبت شي.

د چارو کارپوهان انتقاد کوي چې د احصایې مرکزي دفتر دا مسوولیت چې باید لس کاله مخکې یي ادا کړی وای؛ په ښه توګه سرته نه ده رسولی.

دوی وايي، ضرورتو ته د ښې رسیدګي او اقتصادي پرمختګ لپاره یوه واحده احصایه نه یوازې اوس مهمه ده؛ بلکې که په شفافه توګه تر سره شي راتلونکې ته هم ګټوره تمامیدای شي.

XS
SM
MD
LG