د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

"اپرا" د پستي خدماتو د فرهنګ د ژوندي ساتلو او پراخولو هڅې کوي


که څه هم په افغانستا کې د معلوماتي تکنالوژۍ له فعالیدو سره؛ عنعنوي پستي سکتور کمرنګه شوی؛ خو "اپرا" یا د افغانستان د پستي خدماتو ادارې هڅې پیل کړي چې د پستي خدماتو فرهنګ نه یوازې دا چې ژوندی يې وساتي بلکې د پست له لوړو معیارونو سره وده هم ورکړي.

په دې مقصد د سه شنبې په ورځ په کابل کې د پست د یوشمیر کورنیو او بهرنیو متخصصینو په ګډون یو علمي او مسلکي سیمینار جوړ شوی.

د افغانستان د پستي خدماتو د تنظیم د ادارې رييس میرعبدالرحمن صدري وویل؛ سره له دې چې په هیواد کې اوس هم د پستي خدماتو سکتور فعال او په مرکز او ولایتونو کې د مشتریانو په خدمت کې دی؛ خو که اسانیتاوې ورته برابرې شي؛ خدمات به یې لا معیاري او عواید به یې هم زیات شي.

"تراوسه موږ د پستي خدماتو د تنظیم قانون نه لرو چې پستي خدماتو پورې اړوند فعالیتونه تنظیم کړي؛ بله داچې خلک اوس هم د پستي خدماتو پراهمیت نه دي خبر؛ عامه پوهاوي ضروري دی او د دې ترڅنګ امنیتي ستونزې هم عمده دي."

ښاغلی صدري وویل، د پست د معیاري خدماتو په خاطر دا لومړی سیمینار دی چې جوړیږي.

ده وویل، هڅې کوو چي تر دوه زره شپاړسم میلادي کال پورې د افغانستان پستي خدمات د نړۍ ټولو هیوادونو ته د منلو وړ وګرځي.

د اپرا، د ادارې د معلوماتو له مخې په هیواد کې لومړني پستي خدمات له نن څخه یوسلو پنځوس کاله دمخه د امیرشیرعلي خان په واکمنۍ کې پیل شول چې یوازې دولتي خدمات یې ترسره کول. خو له هغې وروسته د عبدالرحمن خان او ورپسې د شاه امان اله په واکمنۍ کې دا خدمات عامو خلکو ته هم وغځیدل.

اوسمهال د مخابراتو سرپرست وزیر انجینیر بریالي حسام وویل؛ د پستي خدماتو د نیمګړتیاوو لیرې کولو ته به د راټول شویو متخصصینو د نظریاتو په اساس، نوي او رغنده تدابیر ونیول شي:

"هیله ده، دا سیمینار ښې لاسته راوړنې ولري؛ څو د دې په اساس د پستی خدماتوپه لاره کې د پرتو ستونزو کمولو ته تدابیر ونیسو او دا هم غواړو چې په دې لاره کې د دولتي او خصوصي سکتور ترمینځ هم اهنګي زیاته کړو."

د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخې په دې برخه کي په دوه زره دویم میلادي کال کې یوشمېر خصوصي کمپنیو ته د شاوخوا یو عشاریه دوه اتیا میلیونو ډالرو په بدل کې هم د فعالیت جوازونه ورکړل شول.

د مخابراتو وزارت، د پستي خدماتو پر خصوصي کمپنیو تاکید وکړ چې د خدماتو په رسولو کې دې یوازې بهرنیو هیوادونو توجه نه کوي؛ بلکی خپلې شبکې دې د هېواد په ولایتونو کې هم فعالې کړی.

کارپوهان وايي، د افغانستان د پستي خدماتو اداره باید د پستي خدماتو مصونیت باوري کړي؛ څو ډیر مشتریان ورجذب شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG