د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

"په ځینو ختیځو ولایتونو کې د پولیسو تنخواګانې په کلدارو ورکول کیږي"


Afghanistan -- Afghan policemen inspect the site of a suicide attack in Kabul on 25May2013.
Afghanistan -- Afghan policemen inspect the site of a suicide attack in Kabul on 25May2013.

په داسې حال کې چې له پخوا راهیسې په ځینو سرحدي ولایتونو کې په سوداګریزو او ورځینو چاروکي د افغانیو پر ځای د پاکستاني روپیو له کارولو شکایتونه کېدل؛ خو اوس د ولسي جرګې یوشمیر غړي وایي؛ چې اوسمهال په سرحدي ولایتونو کې د پولیسو رسمي تنخوا ګانې هم په پاکستانیو روپیو ورکول کیږي.

دوی وايي، په هیواد کې دننه د بهرنیو اسعارو کارول؛ نه یوازې داچې د قانون خلاف عمل دی؛ بلکې د افغانیو ارزښت ته هم زیان رسوي.

د ولسي جرګې غړې شکیبا هاشمي ازادي راډیوته وویل:

دا مسایل د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې شته او په تیره په هغو سیمو کی چې افغانۍ او کلدارې په کې تبادله کیږي.

دا زما نظرنه دی بلکې په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې دا کار شوی دی؛ په ځینوځایونو د پولیسو د تنخواه کارت مربوطه قوماندان سره وي او پولیس ته کلدارې ورکوي."

افغانستان د نړۍ د نورو هیوادونو په نسبت له خپلو شمالي، لویدیځو او ختیځو ګاونډیو سره زیاتې سوداګریزې راکړې ورکړې لري.

راپورونه وایي، دغه مخه په زیاتیدونکي سوداګریزې راکړې ورکړې د دې سبب شوي چې په شمالی ولایتونو کې د شمالي ګاونډیو، په غربي ولایتونو کې د ایران او په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې د پاکستان اسعار وکاریږي.

راپورونه داهم وايي، په دې ولایتونو کې د کورونو؛ موټرو او داسې نورو ملکیتونو خرڅول او رانیول او سربیره پردې اکثره ورځنۍ چارې په بهرنیو اسعارو تر سره کیږي.

افغان اقتصاد پوهان وايي، د افغانستان ملي پیسه افغانۍ ده او د قانون له مخې افغانستان بانک مکلف دی چې د افغانیو په کارولو سره د هغې ارزښت خوندي وساتي.

د کابل پوهنتون د اقصاد د پوهنځي استا تاج محمد اکبر وايي؛ که په هیواد کې د بهرنیو اسعارو د کارولو مخه ونه نیول شي؛ د افغانۍ ارزښت به ته زیان ورسیږي:

"زموږ ګاونډیان چې زموږ په هیواد کې خپلې پیسې کاروي؛ د هغو په هېوادونو کې د پیسو د انفلاسیون مخه نیول کیږي او چلند یې زموږ په هیواد کې د افغانۍ ارزښت کموي.

اوسمهال له نیمروزه ترکندهاره پورې کلدارې چلیږي؛ دا په نظام کې یوه تشه ده او افغان حکومت او د افغانستان بانک ته په کارده چې په دې اړه ځانګړي قوانین په جدي توګه پلی کړي."

د کورنیو چارو وزارت دا ادعا ردوي او وايي چې په ولایتونو کې؛ د پولیسو تنخواګانې د یو منظم بانکي سیسټم له لارې په افغانیو ورکول کیږي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل:

د پولیسو په ادارو کې د تنخواګانو ورکړه د یو بانکي سیسټم له مخې په ټول افغانستان کې اجراکیږي.

په ولایتونو کې ټولو پولیسو ته د کارت له مخې د بانک له لارې تنخوا ورکول کیږي؛ دا تور موږ ردوو او حقیقت نه لري."

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له میشته کیدو راهیسې د ځینو کارکوونکو تنخواګانې او د ملکیتونو خرڅول؛ ګروول او په کرایه ورکول اکثره په ډالرو ترسره شوي دي.

د چارو متخصصین تاکید کوي چې افغانۍ باید دا ارزښت ومومي چې له هیواده بهرهم وکاریږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG