د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

بريتانيا د خپل امن لپاره په افغانستان کې مهم اقدامات کړي


د بريتانيا صدراعظم په هلمند کې خپلو پوځيانو ته د وينا پر مهال
د بريتانيا صدراعظم په هلمند کې خپلو پوځيانو ته د وينا پر مهال

يو شمېر لوېدیځو ورځپاڼو په وروستیو ګڼو کې کابل ته د بریتانیا د صدراعظم د ناڅاپي سفر په اړه لیکنې خپرې کړي دي.

ګاردين:

ګارډین ورځپاڼې لیکلي، د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون د یوه لوېدیځ هیواد لومړنی مشر دی چې د افغانستان د نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي له لوړې وروسته یې افغانستان ته سفر وکړ او ښايي د ده دا سفر له افغانستانه د بریتانوي پوځیانو تر وتلو مخکې وروستی سفر وي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور پر اساس د بریتانیا صدراعظم افغانستان ته له رسېدو سره سم په یوه خبره ټینګار وکړ چې هیواد یې افغانستان ته د ځواکونو په لېږلو یو لوی تاوان وکړ او هغه دا چې په تېرو ۱۳ کلونو کې ۴۵۳ بریتانوي پوځیان ووژل شول.

خو بلې برتانوی ورځپاڼې ډیلی تیلګراف د صدراعظم ډیوډ کمرون په حواله لیکلي چې دې تاوان لاسته زیاتې راوړنې هم درلودې او ددې قربانینو ارزښت يې درلود.

ښاغلي کمرون ویلي کله چې هغه صدراعظم شو نو په برتانیا کې د هرو لسو پیښو پلان په پاکستان او افغانستان کې جوړیده چې د نوموړي په وینا اوس دا شمیر سم نیمايي کم شوی دی.

ډیلي تیلیګراف وړاندې لیکي: برتانيا د خپل امنیت لپاره په افغانستان کې لوی ګامونه اخستي دي .

د ورځپاڼې په وینا اوس افغانستان خپل امنیتي ځواک لري چې د خپل هیواد امنیت ساتي او د افغانستان حالات له ۲۰۰۱ څخه تر اوسه پورې په زیاته اندازه بدل شوی دی.

اکانوميست مجله:

اکانوميست مجلې بیا په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکي :

که څه هم چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیک وخت ونیو خو لاسليک شو او دا هغه څه و، چې امريکا تل ورباندې ټينګار کاوه.

مجله زياتوي، اوس دغه تړون لاسليک شوى، د امريکا ولسمشر په خپلو تصاميمو کې هغه ډېر مهم نه دى بللى، ځکه د روان کال تر پايه ٩٨٠٠ ته د امريکايي سرتېرو کمول او د کال په پاى کې يې شمېر نيمايي ته راکمول، په افغانستان کې شرايط خرابوي، ځکه نور د امريکا څرخي او نورې لويې الوتکې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د بګرام له هوايي اډې الوتنې نه کوي.

مجله ليکي، چې د افغان هوايي ځواک د روزنې چارې ډېرې وروسته پيل شوې او دغه ځواکونه له ٤ تر ٥ نورو کلونو پورې وخت ته اړتيا لري، چې وکړاى شي عملاً کار وکړي. په دغسې يوه حالت کې د امريکايي ځواکونو د شمېر کمول يوه ضربه ګڼل کېږي.

اکانوميست مجله د ليکنې په دوام زياتوي، د امريکا ولسمشر بارک اوباما په عراق کې يوه پلمه درلوده چې د عراق حکومت امنيتي تړون ورسره لاسليک نه کړ، په دې توګه يې د خپل هېواد پوځيان له عراق څخه وايستل، خو په افغانستان کې دغسې کومه پلمه نه شته.

اکانوميست مجله ټينګار کوي، که امريکا غواړي د عراق تاريخي تېروتنه بيا په افغانستان کې تکرار نه شي، بايد د افغانستان له هوايي قواوو سره د مرستو پر موده، د دغو ځواکونو پر ظرفيت ،او طبيعت له سره کتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG