د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

سراج: دا نه ردوو چې ځیني افغانان په بهرنیو جګړو کې ښکیل نه دي


وروسته له هغې چې د ایران حکومت په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت له وسله والو سره د یو ځای کیدو په نیت د یو شمیر افغان او پاکستاني وګړو د نیولو خبر ورکړ؛ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ دوی دا موضوع نه ردوي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال سراج الحق سراج د سې شنبې په ورځ آزادی راډیو ته وویل، چې د ګاونډیو ملکونو د اتباعو په ګډون یو شمیر افغانان هم په بهرنیو جګړو کې برخه اخلي.

خو نوموړي دا د هغوی شخصي عقیده وبلله:

"غواړم یوه موضوع په زغرده و وایم؛ چې نه یوازې افغانان بلکې ایرانیان، پاکستانیان او د نورو هیوادونو وګړې په جګړو کې برخه اخلي. خو دا دوی فردي عقیدې دي. خو دا ادعا نه شم ردولای چې دوی برخه نه اخلي."

د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني د دوشنبې په ورځ وویل؛ چې حکومت یې یوه ډله افغانان او پاکستانیان نیولي چې غوښتل یې په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت یا داعش له وسله والو سره یو ځای شي.

خو نوموړي دا نه دي ویلي، چې دا کسان یې چیرته نیولي او شمیر یې څومره و.

تر دې مخکې داسې راپورونه ورکړل شول؛ چې ایران یو شمیر افغان کډوال د پيسو په بدل کې سوریې ته استوي څو هلته د بشار الاسد د حکومت په ملاتړ له وسله والو سره وجنګیږي.

که څه هم ایران دا راپورونه رد کړل، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ هیڅ کوم هیواد ته به دا اجازه ورنه کړي چې؛ له افغاني اتباعو څخه په جګړو کې استفاده وکړي.

د اسلامي دولت وسله واله ډلې یا داعش دا مهال په عراق او سوریې کې پراخې سیمې لاندې کړي او د دغو هیوادونو له حکومتونو سره په جګړه بوخت دي.

د ناټو غړیو هیوادونو هم د روانۍ میلادي میاشتې په لومړیو کې د دغې ډلې پر ضد د یوه ایتلاف د جوړیدو خبر ورکړ او ټاکل شوې ده د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سپټمبر په لسمه نیټه د همدې ډلې پر ضد خپله پراخه ستراتیژي اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG