د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

افغان حکومت د امریکا د وروستۍ پریکړې هرکلۍ کړی


افغان حکومت د امریکا د دې پریکړې هرکلۍ وکړ، چې وایي له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به په افغانستان کې نږدې لس زره امریکایي سرتیري پاتې شي.

په همدې حال کې د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندیدانو انتخاباتي ټیمونه وایي، چې د ولسمشر بارک اوباما د دې پریکړې په اړه اندیښمن نه دي.

د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیمونو استازي وایي، چې د بریا په صورت کې به له امریکا سره امنیتي او دفاعي سند لاسلیک کړي.

افغان حکومت د ولسمشر بارک اوباما دا پریکړه چې؛ په افغانستان کې به د روان میلادي کال نه وروسته نهه زره اته سوه سرتیري ساتي د جمهور رییس کرزي او افغانانو غوښتنه بولي.

د ولسمشر کرزي د دفتر مشرعبدالکریم خرم د چهارشنبې په مازدیګر ازادۍ راډیو ته وویل، چې په همدې هدف د امنیتي مسوولیتونو د انتقال پروسه پیل شوې وه.

ښاغلي خرم څرګنده کړه چې؛ افغان ځواکونه اوس دا توان لري چې د خپلې خاورې امنیت ټینګ کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما د چهارشنبې په شپه اعلان وکړ، چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د ۲۰۱۶ میلادي کال ترپایه به په افغانستان کې نهه زره اته سوه امریکايي سرتیري حضور ولري.

دغه راز ویل شوي چې؛ له ۲۰۱۶ میلادي کاله وروسته به محدود شمېر یعنې د زرو په شاوخوا کې امریکایي سرتیري د امریکایي تاسیساتو د امنیت د خوندي کولو او د افغان ځواکونو د روزنې لپاره په دې هېواد کې پاتې شي.

په همدې حال کې د جمهوري ریاست د کاندید اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم استازی عباس نویان وایي، چې په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو کمیدل دوی ته د اندیښنې وړنه دي:

"د دوی دا سنجش او پریکړه له شک پرته د پوځي ځواکونو او متخصصینو له لزوم دید نه وروسته شوې.

موږ هیله لرو چې زموږ ځواکونه وتوانیږي له ۲۰۱۶ میلادي کال وروسته له خپلې خاورې او خلکو نه دفاع وکړای شي.

په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو کمیدل به ډیر د اندیښنې وړنه وي ځکه کوم مواد او مسایل چې له امریکایي سره په امنیتي او دفاعي سند کې موجود دي زموږ خلک ډاډه کوي."

د افغانستان د جمهوري ریاست د بل کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم ویاند فضل رحمان اوریا هم د ښاغلي اوباما له دې پریکړې هرکلۍ وکړ او ویې ویل، چې د افغانستان شخړه له پوځي لارې نه شي حل کیدای.

د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي انتخاباتو ټیمونو ټینګار وکړ، چې د بریالیتوب په صورت کې به له امریکا سره امنیتي او دفاعي سند لاسلیک کړي چې له مخې به یې امریکا د اوږدې مودې لپاره له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG