د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

په ″اب باریک″ کې اوس وضعیت څنګه دی؟


د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په اب باریک کلي کې اوس وضعیت څرنګه دی؟

د سیمې یو شمېر اوسیدونکي او ځيني خپلواک خبریالان چې اب باریک ته تللي وو، وايي چې مصیبت ځپلي خلک د څښاک پاکې اوبه نه لري.

د ساري ناروغیو د خپریدو ویره زیاته ده.

تشنابونه نشته او هغه خام مواد چې په مرستو کې ترلاسه کوي نه شي پخولای.

ازاد خبریال ګل رحیم نیازمن ازادۍ راډیو ته وویل، چې په سیمه کې زیات کوچنیان وږي دي او لویانو هم په مړه ګیده، پخه ډوډۍ نه ده خوړلې:

″د دې ځای اکثر خلکو تشنابونه نه درلودل او دا د خلکو لپاره یو غټ مشکل وو. د څښاک پاکې اوبه یې نه درلودې.

د خوراک لپاره یې ډوډۍ نه درلوده، ځيني مرستې راغلې وې خو پخولو ته یې اړتیا درلوده او خلکو د پخولو وسایل نه درلودل.

په لومړیو ورځو کې له شاوخوا کلیو ډوډۍ را رسیده خو کله چې به د ډوډۍ موټر را ورسید، خلک به ورباندې را غونډ شول او بیروبار به جوړ شو.

هر چا هڅه کوله چې وږې پاتې نه شي ځکه په تیرو څلرویشتو ساعتو کې زیاتو کسانو هیڅ نه وو خوړلي.″


د اب باریک یو اوسیدونکی عبدالله وايي:

″نن دریمه ورځ ده چې زموږ هیڅ ماتم وهلو خلکو ته یو بسکیټ هم نه دی رسیدلی.

زموږ ماشومان د مړینې په حال کې دي. مریض ماشومان او سل هاوو مریضې ښځې راته پرتې دي. هيڅ څوک زموږ حال ته نه ګوري.″


په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو یوه استازي صفي الله مسلم ازادۍ راډیو ته وویل، چې د مرستو ډيرغیر منظم دی او پر والي یې انتقاد وکړ چې ښه اداره نه لري:

″زما انتقاد د بدخشان پر والي دی ځکه هغه په دې ولایت کې اول سړی دی.

والي نه دی توانیدلی چې یو کمیسون جوړ کړي څو د مرستې هغه مواد چې سیمې ته را رسیږي په منظم ډول وویشي او هغو خلکو ته مرستې ورسیږي چې متضرر شوي دي. دلته د مرستو د ویش هیڅ سیسټم نشته.″


په بدخشان کې د پرله پسې او شدیدو بارانونو له امله د تیرې جمعې په ورځ د اب باریک کلي ته نږدې ځمکه وښویده او د سیمې لویه برخه تر خاورو لاندې شوه.

په دې اړه چې څومره خلک ترخاورو لاندې شوي لا ضد او نقیضې خبرې کیږي او د تلفاتو دقیق شمېرنه دی څرګند شوی.

دولتي چارواکي وايي، چې لږ تر لږه درې سوه کورونه تر خاورو لاندي شوي دي.

په اب باریک کې تردې پېښې وروسته دولتي چارواکو د ډله ییز قبر اعلان وکړ، د جنازې او فاتحې مراسم ترسره شول او دولتي چارواکو ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا کار یې د خلکو دیني عقایدو ته د درناوي په خاطر کړی دی.

د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا کار یې د دیني عالمانو په مشوره او د سیمې د خلکو په غوښتنه کړی وو.

خو یو شمېرخلک او په سیمه کې ازاد خبریالان د دولتي چارواکو دا خبر ردوي او وايي، چې زیات خلک له دې پریکړې خوشاله نه دي.

ازاد خبریال ګل رحیم نیازمن ازادي راډیو ته وايي:

″چارواکو کوښښ کاوو چې د جسدونو پلټنه پای ته ورسوي، که څه هم په اولو څو ساعتونو کې دا کار شوی خو بیا پلټنه نه ده شوې.

موږ چې په اوله ورځ سیمې ته ورسیدو یو سکواټور لګیا وو چې تر ماسپيښینه یې کار وکړ خو هیڅ یې ونه موندل.

د هغو کسانو چې کورنۍ ورکې شوې وې، ټينګار دا وو چې جسدونه باید را وایستل شي. خو چارواکو ویل چې دا کار زیات وسایل غواړي.

دا غونډۍ چې را ښویدلې د یوه خوړ په وړاندې پرته ده نو خټې زیاتې دي او درانه وسایل کار نه شي په کې کولای.″


د دې خبریال په وینا، خلک نه غواړي چې د خپلو ورکو شویو خپلوانو د لټولو لپاره هڅې بندې کړي او په خپله د پیښې په ځای کې د خاورو په لرې کولو لګیا دي.

د حسین په نوم یو سړي ازادۍ راډیو ته وايي:

″له پینځلس تنو یوازې یو چې کابل ته تللی وو ژوندی را پاتې شوی نور مې ټول خپلوان تر خاورو لاندې شوي دي.

حکومت که له موږ سره ورورولي کوي نو دا خلک دې راته را وباسي.″


په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي صفي الله مسلم دا امکان رد نه کړ، چې ښايي لاهم ځيني کسان ژوندي وي خو ویې ویل، چې تراوسه د پيښې په ځای کې د ژوند هیڅ څرک نه دی موندل شوی.

د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار ازادۍ راډیو ته وویل، چې لږ تر لږه سل تنه مزدورکاران یې په کار اچولي او تر نن غرمې یې دوه جسدونه له خاورې را وایستل:

″زما دا کار چې سل نفره مزدوران دلته کار کوي دلته، دا به پينځه شپږ ورځې دوام کوي او دا کار زه د خلکو د روح د ارامولو په خاطر کوم.″

خو د سیمې یو شمېرخلک او خبریالان وايي، حکومت رسما د ورکو شویو خلکو لټون درولی دی.

دوي وايي، سیمې ته داسې پرمختللي وسایل یا څیړنیزې ډلې نه دي ورغلې څو دا تمه ورکړي چې حکومت د دوي د مړو د موندلو لپاره جدي کار کوي.

د بدخشان د والي مرستیال وویل، چې دوي زیات ملکي امکانات نه لري.

د بیدارپه وینا، د بدخشان په څلورو ولسوالیو کې وسله والې نښتې روانې دي او نه شي کولای چې پر افغان امنیتي ځواکو ډيره اتکا وکړي.

بیدار وویل، د سیمې امنیت ټینګ دی څو د قربانیانو د لټون عملیات سرته ورسیږي.
XS
SM
MD
LG