د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

یو شمېر افغانې ښځې بزګري زده کوي


له وره چې ننوتم پراخې کرهنیزې ځمکې سره مخ شوم چې د لارې دواړو غاړو ته په لویو او وړو ځينو شنو او ځينو شودیاره پټیو او جویو کې ښځې لګیا وې بزګري یې کوله. ځينو خپل کښت ته اوبه ورکولې او ځينو نورو بیا للون په کې کاوه او خاوره یې نرموله.

دا د کابل په دارالمان سیمه کې د کرهنې او مالدارۍ وزارت پورې اړوند د پيله ورۍ اتیا جریبه فارم دی چې هرې بزګرې ښځې ته په کې د درې کلو لپاره یو جریب ځمکه ورکړل شوې چې لومړی کرهنه په کې زده کړي او بیا د ګټې وټې لپاره کښت په کې وکړي.

یوه مېرمن چې پلاستیکي دستکشونه یې په لاس وو او په خپل لاس کرل شوي د اوږې فصل ته یې په پیپ کې اوبه راوړې وې او ورو ورو یې ورتویولې ورغلم چې ترې وپوښتم څه یې کرلي او د بزګرۍ په کار کې خوشاله ده که نه:

د دې مېرمنې خبرې له پوره خپرونې سره د غږ په برخه کې اورېدلی شئ.

نیمه نړۍ خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروي د هرې دوشنبې او سې شنبې په ورځو خپرېږي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:51 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG