د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

"د جګړې ښکېلې خواوې باید له ماشومانو ګټه اخيستل ودروي"


د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونسف په افغانستان کې له ماشومانو څخه د پوځي اهدافو لپاره ګټه اخستنه د اندیښنې وړ بولي او وايي، دا کار باید ژر تر ژره ودرول شي.

دغه اداره وايي د دوی رسمي موندني ښیې چې په افغانستان کې د جګړې په دواړو خواوو کې تر پنځه سوه ډیر ماشومان استخدام شوي دي او په بیلا بیلو طریقو استفاده ورځخه کیږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونسف وايي؛ دغه پنځه سوه ماشومان په افغانستان کې د جګړې د دواړو خوا وو له لوري ګمارل شوي؛ خو وايي، د دوی د موندنو له مخې د حکومت وسله والو مخالفینو ډیری داسې کسان ګمارلي چې؛ عمرونه یې تر اتلسو کلونو کښته دي.

د دغې ادارې چارواکي وايي؛ له دغو ماشومانو څخه په بیلا بیلو اهدافو لکه ځانمرګو بریدونو او یا هم په امنیتي پوستو کې د خدمتګارانو په توګه کار اخستل کیږي.

یونسف دا مني چې، په ځینو مواردو کې لیدل شوي چې؛ پر دغو ماشومانو جنسي تیري هم کیږي.

په کابل کې د یونسف ویاند عزیز فروتن آزادۍ راډیو ته په مرکه کې په دې اړه اندیښنه وښوده او د جګړې پر ټولو غواوو یې غږ وکړ چې؛ دا ډول چارې باید ژر تر ژره ودرول شي.

وسله والو طالبانو په وار وار داسې راپورونه رد کړي چې؛ ګواکي دوی دې په جګړه ییزو فعالیتونو کې ماشومان استخدام کړي.

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې؛ د ملګرو ملتونو له لوري د مارچ په شپږمه نیټه یو داسي کمپاین پیل شوی چې؛ باید تر ۲۰۱۶ کال پورې په جګړه ییزو فعالیتونو کې د ماشومانو استخدام پای ته ورسوي.

دا کمپاین په هغو اتو هېوادونو کې پیل شو چې؛ ماشومان د پوځي اهدافو لپاره استخداموي. په دې هېوادونو کې پر افغانستان سربیره، چاد، جنوبي سوډان، میانمار، سومالیا، د کانګو جمهوریت، یمن او سوډان شامل دي.

په دوی کې د افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونو له ملګرو ملتونو سره هغه عملیاتي پلان لاسلیک کړی چې؛ غواړي په دوو کلونو کې دا ستونزه حل کړي.

که څه هم یونسف وايي چې، افغان حکومت په دې برخه کې پرمختګونه هم لري؛ خو وايي لا هم د تذکرو د نشتوالي له کبله تر ډیره د عمرونو په معلومولو کې تیروتني کیږي.

بل لور د افغانستان د دفاع وزارت په پوځي لیکو کې د ماشومانو استخدام په کلکه ردوي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ دوی د استخدام په برخه کې له پوره غور څخه کار اخلي.

دملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونسف وايي؛ په پام کې لري په دغه نوي کمپاین کې د خلکو د عامه پوهاوي او له حکومتونو سره د مرستي له لارې داسې لارې چارې پیدا کړي چې؛ وکولی شي، په راتلونکو دوو کلونو کې دا ستونزه په بشپړه توګه حل کړي.
XS
SM
MD
LG