د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

افغاني قالینې په ټوله نړۍ کې لومړی مقام لري


افغاني قالینې د افغانستان له پخوانیو تولیداتو څخه شمېرل کیږي او په ټوله نړۍ کې لومړی مقام لري کله چې د لومړی ځل لپاره ۲۰۰۸ کال کې افغاني غالۍ دې سیالۍ ته وړاندې شوې لومړی مقام یې وګاټه.

سږکال هم په لومړی قطار کې راغلي دا ځکه چې د افغاني قالینو مواد لکه وړۍ او رنګونه طبیعي دي بل ټول کار یې په لاس کیږي او بل دا چې د افغاني قالینو اوبدونکو ته دا کسب له پلار نیکه نه پاتې دي، دوی په دې کار کې پوره مهارت لري نو ځکه خو یې هم تر ټولو ښې اوبي.

که چیرې د افغاني غالیو کیفیت ته وګورو نو په زحمت ارزي، خو په دې شرط چې جوړونکې یې په داسې طریقه جوړې کړي چې خپلې روغتیا ته تاوان ونه رسوي.

شمس چې په پیښور کې د غالیو اوبدل زده کړي وایي چې؛ دوی به د قالینو اوبدلو ته ډیر وخت دوامداره نه کیناستل، بل په داسې رقم به کیناستل چې په ملا او ارمیګ یې فشار رانشي یعنې نیغ کیناستل نو ځکه خو کوم تاوان نه دی ورته رسیدلی.

خو ډیر کسان بیا دې ته خوابدي دي چې افغاني قالینې ګاونډي هېواد په خپل نوم نړۍ ته وړاندې کوي، محمد ابراهیم چې ډیر وخت په پیښور کې تیر کړی وایي، چې که لږهم څوک احساس ولري دې ته ډیر زیات خفه کیږي چې د هېواد تولیدات یې پردي په خپل نوم کړی.
هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:16:08 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG