د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

د پکتيا د پوهنې رياست په يوې پروژه کې تر نيمایي زيات فساد شوی


د پکتيا د پوهنې رياست په يوې پروژه کې چې بودجه يې نږدې درې سوه زره امريکايي ډالرو ته رسېده تر نيمایي زيات فساد شوی، د پکتيا چارواکي دا نه مني، خو رسنيو ته په لاس ورغلي اسناد څرګندوي چې په ياده پروژه کې ډېر زيات فساد شوی دی، نور حال يې له سيمې زموږ د همکار داود تپان په راپور کې:

په تېر۲۰۱۳ ميلادي کال کې د امر يکا سفارت د پکتيا پوهنې ر ياست ته په څلورو ښوونځيو کې د لوبو ميدانو جوړولو په موخه ۳۱۵۹۶۸ امريکايې ډالره ځانګړي کړي وو چې د لاسته راغليو اسنادو پر اساس د دې پيسو يوازې نيمې لګولې شوې دي.

په دې جوړو شويو ميدانونو کې د شوي فساد په اړه په پکتيا پرېس کلب کې د ګڼو رسنيو استازيو ته په لاس ورغلي اسناد څرګندوي، دغه ميدانونه په هغو معيارونو چې د امريکا سفارت له لوري ټاکل شوي، نه دي جوړ شوي.

د رسنيو استازو ته په لاسته ورغليو اسنادو کې د څلور واړو ميدانونو نقشې، پروپوزل او د پوهنې رياست د وروستۍ تاييدۍ اسناد او د امريکا سفارت له لوري ځانګړې شوې بوديجه څرګنديږي.

دغه لوبغالي د مرکز ګردېز څلورو عبدالحی ګرديزي ، د نجونو ښاري لېسه،خواجه حسن او ببرک خان ځدراڼ لېسو کې پلان شوي وو؛ چې د پروپوزل او نقشې له مخې يوازې د دې ميدانونو نږدې پنځوس فيصده کارونه ترسره شوي خو انجو ته ټوله ځانګړې شوې بوديجه ورکړل شوې ده.

د لېسو مديران ،زده کوونکي او ورزشکاران وايي چې په لېسو کې د نقشو سره سم پنځوس فيصده کار هم نه دی ترسره شوی، خو بيا هم د پکتيا پوهني ر ياست له لورې د شرکت مسول ته د لوبو ميدانونو د کار بشپړتيا تاييد شوی دی.

د عبدالحی ګرديزي ليسې مدير خيال محمدمرادي وايي په کوم سټنډرډچې د دوی په لېسه کې د ميدان جوړېدو ژمنه شوې وه د هغې په نيمای هم نه دی جوړ شوی:

”والا کوم انوار چې موږ ته ويل شوی وو، چې په بين المللي سټنډر به جوړيږي، خو هغه سټنډر نه دی جوړ شوی چې په ميدان کې دې هغه څلورخواووې چوکۍ چې موږ ته ويل شوي نه جوړ شوي تاسو يې ليدلای شئ چې يوازې کانګرېټ اچول شوي او بس “

يوازې د عبدالحی ګرديزي ليسې مدير نه دی چې د ميدان له کيفيت څخه ناراضه دی، د څلور واړه لېسو ښوونکي او مسولين په ترسره شوي کار خوابدي دي.

د ګردېز ښار ورزشکاران هم د دې جوړو شويو ميدانو خراب کيفيت ته ګوته نيسي وايي ټاکل شوې وه چې په دې ميدانونو کې به د ناستې ځايونه،کانتين، د جامو بدلولو خونې او يو شمېر نور اړين ځايونه شامل وي.

د افغان سپورتي مرکز مشر عبدالقيوم زړور وايي چې دغه ميدانونه هم د نورو هغو په شان په عادي ډول جوړ شوي، هېڅ ډول اسانتياوې نه لري او هغه معيارونه په نظر کې نه دی نيول شوي کوم چې په نقشو او پروپوزل کې ليدل کيږي.

نوموړی وايي په دغو ميدانونو کې يوازې کانګرېټ اچول شوي او ډانګې درول شوې دي، چې دا ډول ميدانونه په ډېر کم لګښت جوړېدلای شي:

” سټنډر میدانونه وو چې د جمنازيوم په شکل جوړېدل، خو په هغه ډول نه دی جوړ شوی، د پرانيستې په ورځ يې زه وم چې د چوکيو او دې شيانو ژمنه يې وشوه، خو تر اوسه پورې هېڅ نشته او دا عادي ميدانونه دي چې په کم لګښت جوړيږي “

په پوهنې رياست کې شته فساد د دې ولايت ولايتي شورا، مشرانو جرګې او ولسي جرګې غړي هم مني او وايي چې په ياد رياست کې په ډېرو برخو کې فساد موجود دی، خو تر اوسه پورې يې د مخنيوي په اړه هېڅ ډول اقدام نه دی شوی.

په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازی مجيب الرحمن څمکنی د پوهنې رياست له لوري په جوړو شويو ميدانو کې د فساد خبره تاييدوي او ترڅنګ يې دغه اداره په نور فساد کې هم ښکېله ګڼي :

” متاسفانه چې دلته د بعضې شخصي برخوردونو پر اساس او ځينو خپل منځي ستونزو په اړه دوی په هغو پروژو کار نه دی کړی، چې اسناد يې موجود دي او دا فساد چې اوس شوی دازه کاملاً تاييدم “

د پکتيا پوهنې ريس انجنر محراب الدين شفق وايي چې دوی ته د ميدانونو جوړېدلو بشپړه بوديجه نه ده معلومه او نه دوی د دې ميدانونو په جوړولو کې پرته له نظارته بل رول درلود.

نوموړی د دې پروژې پلی کوونکی او تمويلوونکی د امريکا سفارت ګڼي او وايي چې دغه ميدانونه د پوهنې رياست د انجنرانو په نظر د نقشې مطابق جوړشوي او دوی ترې بشپړ رضايت لري :

” همغه سفارت موږ ته جوړ کړی، مطابق د نقشې د انجينرانو له لوري کتل شوي دي چې جوړ شوي دي، په دې کې که هر مشکل وي هغه د سفارت کار دی “

د پوهنې ريس انجنر محراب الدين شفق دا نه مني چې په شوي قرارداد کې دې د پوهنې رياست او وزارت دخيل وي خو هغه اسناد چې ازادۍ راډيو ته په لاس ورغلي څرګندوي، چې دغه اسناد د پوهنې وزارت څخه پکتيا ته په بشپړ ډول لېږل شوي او د پوهنې رياست له خوا تاييد شوي او د ياد رياست انجنري شعبې ته راجع شوي دي.

په دغو اسنادو کې چې د پوهنې وزارت څخه د ۳۶۳۳ مکتوب پر اساس پکتيا پوهنې رياست ته لېږل شوی او د ESO په نوم انجو سره قرارداد شوی د يو ميدان له پاره ۷۸۹۹۲ امريکايي ډالر ځانګړي شوي چې د څلورو ميدانونو له پاره ۳۱۵۹۶۸ امريکايي ډالر کيږي، د نظارت او تسليمېدو حق يې د پکتيا معارف رياست لري.

خو د پکتیا پوهنې ريس وايي چې دوی په دغه پروژه کې هېڅ ډول مسوليت نه درلود او نه يې له بوديجې څخه خبر وو او نه پکې د فساد خبره تاييدوي، خو اسناد داسې څرګندوي چې په دې پروژه کې په لوړه کچه فساد شوی او د نقشې مطابق نه ميدانونه جوړ شوي او نه هم معارف رياست هغه ډول چې وزارت ورته وړانديز کړی نظارت کړی دی.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د رسنيو استازيو ته ليکلي او لاسليک شوي اسناد چې لکونه امريکايي ډالره او په ميلونونو افغانيو فساد پکې شوی دی په لاس ورغلي، خو لوړپوړيو چارواکو سره د اسنادو له افشا کېدو هم په يادو ادارو کې نه د فساد مخنيوی کړی او نه يې پکې د تغير هڅه .

راپور – داود تپان – پکتیا
XS
SM
MD
LG