د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

"د ملي آرشیف لسګونه قلمي نسخې او سندونه بیارغولو ته اړتیا لري"


د افغانستان د ملي آرشیف چارواکي وایي چې؛ د دې آرشیف ډیری داسې قلمې نسخې او تاریخي آثار شته چې جدي ترمیم ته اړتیا لري.

په ملي آرشيف کې اوس مهال د مختلفو پېړیو یو لکو پینځه اتیا زره تاریخي آثار او ٩٠٠٠ قلمي نسخې خوندي دي چې؛ ډیری یې د سیمې په سطح بې ساري دي.

د افغانستان د قلمې نسخو مدیر "عبدالرشید عثمان" له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې دا ومنله چې؛ په ملي آرشیف کې ځینې تاریخي آثار بیارغولو ته اړتیا لري؛ خو وایي، د رغېدو لپاره یې کافي بودجه نشته ښاغلي عثماني د دغسي آثارو شمېر په لسګونو یادوي.

"په ارشیف کې ځینې مشکلات موجود دي، آثار تداوۍ ته ضرورت لري او د راټولو لپاره یې یوې خاصې بودجې ته اړیتا ده؛ دا ډېره ستونزمنه خبره چې خطی نسخه د پخوا په ډول بېرته ترمیم کړو او د اطلاعاتو او کلتور وزارت یې هم د ترمیم وړتیا نه لري."

ښاغلي عثمان زیاتوي چې، اوس مهال د ملي آرشیف بودجه په کال کې يونیم ميلیون افغانۍ ده. خو بل لور د چارو یوشمېر شنونکي د دغو تاریخي آثارو ساتنه ډیره مهمه بولي.

دوی په دې باور دي چې، دولت باید د افغانستان دغې ارزښتناکې برخې ته توجه وکړي او که چېرې د اړتیا وړ بودجه دغې برخې ته برابره نه شي نو د دغو آثارو په له منځته تلو سره به دافغانستان فرهنګي سرمایه زیان وویني.

د ملي آرشیف پخواني مشر "سخي منیر" آزادي راډیو ته په خبرو کې د دې آرشیف د ستونزو او ارزښتونو په اړه وویل چې؛ تر ټولو دمخه دولت باید د تاریخي آثارو د ترمیم او پیژندنې لپاره لابراتوارونه او د معتدلې هوا د ساتلو لپاره په میعارونو برابر ماشینونه فعال کړي.

"موږ ۱۰۰۰ داسې قلمي نسخې تشخیص کړي چې؛ رغېدو ته ضرورت لري، خو درې سوه آثار جدي پاملرنې ته اړتیا لري؛ خو زه دا هم وایم چې، د افغانستان په ملي آرشیف کې ټول تاریخي آثار او قلمي نسخې له سره ترمیم او تشخیص ته ضرورت لري."

د لرغونو او تاریخي آثارو څیړونکي وایي؛ دغسې آثار یوازي په کابل نه بلکې د هېواد په لسو نورو ولایتونو کې هم ملي آرشیفونه له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

ملي آرشیف د هېواد یوه ارزښتناکه سرمایه ده او د دې آرشیف تاریخي آثار یوه لویه زیرمه ده.
استاد حبیب الله رفیع
د افغانستان د ملي آرشیف د معلوماتو له مخې دا مهال په دې آرشیف کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي ۱۰۰ قلمې نسخې، د مولانا جامي ۱۵۰ قلمي نسخې، د بېدل، د احمد شاه بابا دیوان او د فردوسي شهنامه او نور داسې مهم آثار ساتل کیږي.

د افغانستان د علوم اکادمۍ غړی او تاریخ پوه "استاد حبیب الله رفیع" هم د افغانستان په ملي آرشیف کې د مهمو تاریخو آثارو پر ساتني ټینګار کوي او هغه د افغانستان د تاریخي هویت هنداره بولي.

ښاغلی رفیع په ملي آرشیف کې د ځینو توکو د اهمیت په اړه وايي، چې ملي آرشیف د هېواد یوه ارزښتناکه سرمایه ده او د دې آرشیف تاریخي آثار یوه لویه زیرمه ده.

د افغانستان ملي آرشیف ۱۲۲ کاله تاریخي قدامت لري.

د آرشیف د مسولینو په خبره په دې وروستیو کلونو کې څه باندې ۱۵۰۰ قلمي نسخې له دننه هېواد او بهر څخه د دې آرشیف لپاره اخیستل شوي.

کارپوهان وایي، که چېرې د افغانستان دغه ملي څانګه ورغول شي؛ نو ښایي ډېری کورني او بهرني سیلانیان او کتونکي ځانته راجذب کړي او دولت ته یوه ښه عایداتي سرچینه وګرځي؛ خو د قلمې نسخو مدیر وايي چې، لا تراوسه دوی په دې نه دې توانیدلی چې؛ له دې آرشیف څخه دولت ته عواید ورکړي.

د ملي آرشيف ودانۍ خپله هم يوه لرغونې نښه ده چې؛ ۱۲۷۱ لمریز کال کې یې د بنسټ ډبره د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې کېښودل شوه.

خو په ١٣٥۶ لمريز کال کې سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال رسماً د ملي آرشيف نوم ورکړل شو او له هغه وخته په کې د افغانستان لرغوني قلمي نسخې او تاریځي اثار ساتل کېږي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG