د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

په افغانستان کې د ناسم خوراکي کلتور قربانیاني تر ډېره ښځې دي


ډاکټران وایي چې ښځې کلسیمو ته چې د هډوکو جوړښت او روغتیا ته ضروري دی، د نارینه وو په پرتله دوه برابره زیاته اړتیا لري.

ډاکټران دا هم وایي، د دې لپاره چې په راتلونکې کې ښځې روغتیایي ستونزې ونه لري؛ نو باید له ماشومتوبه د نجونو خوړو ته زیات پام وشي؛ ځکه ناوړه تغذیه دوی د کلسیمو او د وسپنې د کمښت له امله د وینې په کمۍ اخته کوي او په لوینه کې د امیداوارۍ او زېږون پر وخت ورته ګڼې روغتیایي ستونزې را ولاړوي.

په افغانستان کې د بیسوادۍ له امله خوراکي کلتور سم نه دی، تنوع په کې نشته او هغه مواد چې بدن ورته اړتیا لري؛ په کې ډېر کم وي، له خوړو نه مقصد یوازې د نس مړول وي چې؛ د دغه کلتور قربانیانې بیا تر ډېره ښځې دي. د دې تر څنګ په کورنیو کې له ښځو سره نامناسب چلند هم ښځې تر ډېره له ناړوه تغذیې سره مخ کوي.

په افغانستان کې لا هغه کورنۍ کمې نه دي چې اول نارینه ډوډۍ خوري او ښځې بیا وروسته د هغوی لاسوهونکې یا پاتې شونې خواړه خوري چې؛ کېدای شي ځینې وخت هیڅ ورته پاتې نشي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:42 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG