د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

خلک دې د خوست موزیم په بډاینه کې مرسته وکړي



نجیب الله الوخېل

د خوست موزیم کتنې ته هره ورځ په ګڼ شمېر کې سیلانیان د تاریخي اثارو او د لاسي توکو د نندارې له پاره ورځي.

د یاد موزیم مسوولین له سیمه والو غواړي، که چیرې کوم څوک له ځان سره لرغوني اثار او یا ارزښتمن لاسي توکي لري، دوی ته دې وسپاري او په دې توګه دې د خوست موزیم په بډاینه کې مرسته وکړي.

خوست موزیم، چې شاوخوا اته کاله وړاندې تاسیس شو، دا مهال نږدې څلور سوه قلمه بیلابیل تاریخي اثار او ترڅنګ يې د لاسي صنعت توکي لري، چې کتلو او نندارې ته يې په ګڼ شمیر کې کسان ،چې زیاتره يې لوستي کسان، محصلان، استادان، زده کوونکي او ښوونکي دي مراجعه کوي .

نوموړی موزیم نږدې ټول د ځايي خلکو په مرسته جوړ شوی او خلکو ورته دا توکي په وړیا ډول سپارلي دي.اهداء کړي، یاد موزیم چې د ټولو خلکو ګډه کلتوري پانګه بلل کیږي، مسوولین یې له خلکو غواړي، چې د دې ملي شتمنۍ په بډاینه کې ورسره مرسته وکړي او هغه توکي، چې تاریخي یا کلتوري ارزښت لري او تر اوسه يې له ځانونو سره ساتلي، خوست موزیم ته دې وسپاري.

داطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد امین شاه الفت مشال راډیو سره په خبرو کې موزیم یو ارزښتمن کلتوري میراث بولي او وايي، چې په دې سره ځوان نسل د خپل هېواد له تاریخ او کلتور سره اشنا کیږي، دوی د همدې موخې له پاره غواړي موزیم بډایه کړي او ورته ځانګړې ودانۍ جوړې کړي.

نوموړی د موزیم د بډاینې په برخه کې د خلکو مرسته او همکاري ستايي، خو بیا هم له خلکو غوښتنه لري، چې هېوادوال باید لرغونو اثارو ته د خپل هېواد د ملي شتمني په توګه وګوري او هغه اثار دوی ته وسپاري، چې تر اوسه يې په کورنو کې ساتلي دي:

"خلک لرغوني اثار له نږدې ګوري، د دوی له کړو وړو او مذهبي معتقداتو څخه معلومات ترلاسه کوي، هغه څه په دې موزیم کې شته، د لرغونو زمانو حکایتونه له ځانه سره لري، نو بډاینه يې زموږ په کاري لومړیتوبونو کې راځي، د دې ترڅنګ غواړو موزیم ته نوې او مجهزې ودانۍ جوړې کړو تر څو لرغوني اثار ښه خوندي کړای شو، په پیل کې له خلکو مننه کوم، چې تر وسه یې موږ سره همکاري کړې او یو شمېر اثار يې په وړیا ډول دوی ته سپارلي دي، خو تر څنګ يې بیا هم له ولسونو غواړو ،چې هغه شمیر تاریخي اثار یا لاسي صنایع ،چې زموږ دکلتور ښکارندويي کوي دخپل ستر احساس تر مخې دې وروسپاري."

د خوست ولایت دوه تنه ځوانان، چې موزیم ته د لرغونو اثارو او لاسي توکو د لیدلو په خاطر ورغلي وايي:

"نوم مې حضرت ولي دی او د صبریو ولسوالۍ اوسیدونکی یم، موږ کله ناکله موزیم ته د تاریخي اثارو د لیدلو لپاره راځو، په دې کې ډېر تاریخي توکي شته، چې له پخوا زمانو څخه ساتل شوي دي، زه له خلکو غواړم، چې له ځانونو سره ساتلي تاریخي اثار موزیم ته وسپاري تر څو له یوې خوا هغه وساتل شي او بل لوري ته موزیم هم غني شي.

سیدقابیل شاه یم دشمل دحسن کوټ کلي اوسیدونکی، نن د خوست موزیم د لیدلو له پاره راغلی یم ، موزیم ته هر وخت په ګڼ شمیر کې شاګردان ،ځوانان او ماشومان راځي او د دې لرغونو توکو په لیدلو ځان له خپل تاریخ او لرغونو دودونو سره بلدوي، په دې ځای کې ډېر لرغوني تاریخي اثار او یو شمیر لاسي توکي موجود دي، چې ځانګړی کلتوري ارزښت لري."


د موزیم مشر حبیب محمد مندوزی وايي، چې د موزیم د لیدلو له پاره نه یوازې خوست میشتي بلکې ترڅنګ يې د نورو ولایتونو خلک هم ورځي، خو ډیری لیدونکي يې لوستي او علمي کسان دي، چې په علمي څیړنو کې هم ورڅخه ګټه پورته کوي، هغه د موزیم یو شمېر اثار او توکي هم راپیژني:

"موزیم ته هره ورځ په ګڼ شمیر کې کسان مراجعه کوي، زموږ په مراجعینو کې دنورو ولایتونو لکه، ننګرهار، پکتیا، کندهار، لوګر او یو شمېر نورو سیمو خلک شته، دوی د موزیم د کتنې له پاره راغلي او یو شمېر کسانو په کې تاریخي څیړنې کړي، چې دا کار د موزیم ارزښت نور هم سیوا کوي.

موږ سره یو شمیر سکې شته ،چې لرغونتوب يې باختري دورې ته رسیږي، یو کچکول راسره شته، چې په (۲۲۶ ) ه،ش کال کې جوړ شوی دی، یو غاښ لرو، چې وزن يې پنځه ګرامه کم پنځه کیلوګرامه دی او داغاښ د یو حیوان دی، چې موږ ته یو تن هېوادوال سپارلی دی، یو شمېر داسې وسلې لرو، چې په لرغونو زمانو کې خلکو کارولې،د یما پاچا د دورې توپک لرو، چې (دمبور) په نوم یادیږي او د خولې له لارې باروت وراچول کیږي."


یاده دي وي، چې ډیری کتونکي د خوست موزیم د اوسنۍ وداني جوړښت او هم له ښاره د واټن شتون دواړه مناسب نه بولي او وايي، چې که موزیم ښار ته نږدې مناسب ځای پیدا کړي، نو ننداره کوونکي به یې د اوس په پرتله څو برابره ډېر شي.
XS
SM
MD
LG