د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

افغان ماشومان او د فوټبال لوبې


په وروستیو وختونو کې یو شمېر زیاتو ماشومانو د فوټبال لوبې ته مخه کړې او د کابل په لارو او کوڅو کې په کمو امکاناتو خو په ډير شوق فوټبال کوي.

اکثره دا ماشومان وايي چې؛ د فوټبال نړېوالو سیالیو چې په تلویزیونو کې یې ګوري، فوټبال ته هڅولي دي.

خو په نویو او په میعارونو برابر ورزشي میدانونه،، زرغون میدانونه او ورزشي وسایل هغه څه دي چې د فوټبال دغه ماشوم لوبغاړي یې د لرلو هیله لري.

فوټبال چې؛ په نړېواله سطحه د لوبو د سلطان لقب لري، د هرې ورځې په تیریدو یې مینه وال په نړۍ کې زیاتیږي.

افغانستان هم له دې حالته مستثنی نه دی، د ځوانانو ترڅنګ اوس مهال یو شمېر ماشومانو هم د فوټبال سیالیوته لیوالتیا پیدا کړې.

ما هم د رپوټ د موادو د برابرول پروخت د سړک پر غاړې له ماشومانو سره خبرې درلودې هغوي وايي، چې په تلویزیونونو د نړېوالو سیالیو په کتلو سره دوی د ورزش نوي لارې چارې زده کړي او لیوالیتایې ورسره زیاته شوې.

د کابل ښار د څلورم مکروریان په پارک کې څو تنو ماشومانو چې فوټبال یې کاوه، آزادي راډیو ته وویل:

(زما نوم میوند دي یو کال کېږی چې له فوټبال سره مې علاقه پیدا شوې، کله به مې چې په کوڅې کې لیدل، چې نور دوستان مې لوبې کوي، ما به ویل چې ولې زه هم فوټبال ونه کړم، اوس چې فوټبال کوم، هم مې درسونو ته رسیږم او هم روغتیا لرم زما د خوښي وړ ټیم بارسولنا دي او مخکې له فوټبال څخه ما کلک و ډنډه کاوه.)

(زما نوم نصیر الله دي او پینځلس کلن یم او د خوښي ټیم مې ریال دي او په ریال کې مې چې کوم لوبغاړې خوښیږي هغه رونال دو دي، ځینې نور لوبغاړي مې هم خوښيږي لکه، که که،اوزیل،رافلواران، پې پې او غواړم په راتلونکې کې یو ښه لوبغاړي شم او په نړۍ کې مشهوره شم او زه غواړم چې نور ماشومان هم ورزشی لوبو ته لکه کرکیټ، فوټبال او نورو لوبو ته مخه کړي. )

(زما نوم فواد او د څلورم ټولګې زده کوونکي یم پخوا موږ د فوټبال لپاره میدان نه دلورد خو اوسې چې میدان لرو، هر ورځ په خپلو کې دوه ټیمونه جوړوو،او زه د میسی لوبغاړې سره ډیره مینه لرم زه غواړم د میسي په شان لوبغاړي شم.)

فوټبال سیالۍ ته د تنکیو ماشومانو لیوالتیا د دې لامل شوي ترڅو د نړیوالو لوبغاړو جامې په کابل کې ګرم بازار ولري.

په کابل کې ښار کې د ورزشي جامو یو تن د ورزشي پلورونکي معین همدرد چې د د فوټبال د وسایلو دوکان لري، نوموړ د ورزشي وسایلو د تود بازار په اړه آزادۍ رادیو ته داسې وویل:

"کورنۍ دلته کله ډیر راځي او کله هم لږ، زموږ په فروشګاه کې دفوټبال توپ، شینکاک کرمچې، ويکټونه او هر هغه څه چې د فوټبال په سیالۍ کۍ ضرورت دي ټول زموږ په دوکان کې موجود دي او نوی نسل دا ورزشي جامې اخلي."

دا یوازې هلکان نه دي چې؛ له فوټبال سره یې علاقه زیاته شوې، ځینې نجونې هم ورسره لیوالتیا لري او د تلویزیونونو په پردو د اروپا د فوټبال ټیمونو سیالۍ ویني.

یو شمیر کورنیو خپلو ماشومانو ته د فوټبال د لوبې لپاره امکانات هم برابر کړي دي.

په دې اړه مو له یوې تنکې ماشومې سره خبرې کړي او نوموړي د فوټبال په هکله د خپلو ګرمو ولولو په اړه داسې د زړه خواله وکړي:

"زما نوم کاینات او د دریم ټولګې زده کوونکې یم په ورزش کې مې ډیر فوټبال خوښښیږي او بیا په فوټبال ګې مې د لبا مادرید او کریستین رونالدو ټیمونو سره لیوالتیا ده او تل یې سیالۍ یې ګورم ځکه چې کرسیتین تل خپل ټیم سره مرسته کوي او ښه ګول وهونکې دي،په افغانستان کې د انجونو لپاره د فوټبال زمینه نه ده برابره او زه ډیره فوټبال ته لیوالتیا لرم."

په عین وخت کې یوشمېر زیات ماشومان چې له فوټبال لیوالتیا لري، وایي د مناسبو میدانونو نشتوالي یو شمیر کسان اړ کړي چې په لارو او کوڅو او یا هم په نورو ځایونو کې د دړو په منځ کې فوټبال وکړي، چې د لوبغاړو د ناروغه کیدو سبب کیږي.

د فوټبالرو ماشومانو د ستونزو په هکله مو د المپیک د ملي کمیټې له مسوولینو سره خبرې وکړې.

د المپیک د کمیټې ویاند محمد عارف پیمان له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې داسې وویل:

"کوم ماشومان چې په بیلابیلوساحو کې ژوند کوي کولاي شي، چې له هغو ورزشي میدانونو څخه چې د فوټبال د فدراسیون او د المپیک د ملي کمیټي په تفاهم جوړ شوي په کې تمرین وکړي او د دوي د زده کړې په برخه کې د فوټبال فدراسیون په مختلفو ساحو کې خپل کلپونه،روزنکې،او نماینده ګۍ لري، هغه کسان چې ورزش ته لیوالتیا لري هغوی ته زده کړه ورکوي او د افغانستان د فوټبال په فدراسیون کې هغه ماشومان چې په مختلقو عمرونو کې قرار لری په هغه ټیمونه ک ثبت دی چې په مختلفو ګته ګوریو کې لکه د تنکیو ماشومان ټیم او د ځوانانو ټيم چې عمرونه یې له ۱۴کلنې څخه تر۱۶کلنې دي."

څیړنې ښيي چې ښې او مناسبې لوبې د ماشوم پر ذهن او فکر ډیر مثبت اثرات لري.

ځینې افغان کارپوهان هم په دې باور دي چې په افغانستان کې ورزشي فعالیتونوته ته وده ورکول کولای شي چې د ماشومانو د راتلونکې لپاره مثبت نتایج ولري.

که څه هم په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې بیلابیلو لوبو او ورزشونو ته مخه کړې خو، کتوونکي وايي چې په هیواد کې د ورزش او لوبو د لا پراختیا ل لپاره مسوول ارګانونه اوږدمهالي پلانونه نه لري.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG