د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

د شرعي قبالې ارزښت!؟


شرعي قواله هغه لیکل شوی سند دی، چې د غیر منقولو شتمنیو لکه کرنیزو ځمکو، کورونو، دوکانونو، سرایونو او داسې نورو لپاره ورکول کیږي.

شرعي قواله د ملکیت د پلورونکی له خوا د قاضي پر وړاندې تر اقرار وروسته د دوو شاهدانو په درلودلو سره جایداد اخیستونکي ته ورکول کیږي؛ په شرعي قواله کې د جایداد لپاره ټاکلې پیسې، دوه شاهدان، د جایداد څلور خواوې، د پلورونکي او اخیستونکي خوښه او د دواړو موجودیت ضروي خبره ده.

شرعي قواله هغه وخت ورکول کیږي؛ چې جایداد پخوانۍ شرعي قواله، د مالیې پاڼې او د املاکو سند ولري. دا چې شرعي قواله څه ارزښت لري د اسنادو او وثایقو عمومي رییس مصطفی بارکزي وایي؛ چې شرعي قواله دا ثابتوي چې کوم جایداد د چا دی؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:56 0:00
مستقیم لېنک




اکثره کسان بیا وایي، چې پخوا د شرعي قوالې په اخیستلو کې دومره ستونزې نه وې لکه اوس چې پیدا شوي؛ د هرات اوسیدونکی حاجي محمد عارف له دولت نه په دې نویو پړاونو چې د شرعي قولې د اخیستلو لپاره باید بشپړ شي سخت ګله من دي.

خو مسوول کسان بیا دا نه مني چې د دوی په ادارو کې د خلکونه د شرعي قوالې په بدل کې ډیرې پیسې غوښتل کیږي؛ بارکزی وایي، کومې پیسې چې دولت ته تحولیږي ډیرې کمې دي.

د بارکزي په نظر د دوی په دفترکې کار په سرعت روان دي، که د چا شرعی قواله کوم قانوني مشکل ونه لري په څو ورځوکې یې ټول پړاونه بشپړ کیږي.

که چیرې شرعی قواله که په هر دلیل وي وانه خلو، له کومو ستونزو سره مخ کیږو؟ اتیا کلن نواب چې څه موده ړاندې یې کور اخیستي و، خو شرعي قواله یې نه وه اخیستي وایي؛ کور بېرته ورنه واخیستل شو.

بارکزی وایي، د شرعی قوالې ښې ګڼه همدا ده، چې د جعل کاریو مخه نیسه، شرعي قواله په دولت کې رسمي پړاونه طی کوي؛ که د کوم جایداد قواله کې ستونزې وي، نو د شرعي قوالې د اخیستلو په وخت مالومیږي، بیا له ورستیو سرخوږیونه هم مخنیوی کیږي.

ځینې کسان بیا دا چې ډیر بوخت دي، د شرعي قوالې د اخیستلو لپاره بل کس ته پیسې ورکوي، چې د قوالې کارونه ورته خلاص کړي، دې کس ته په عامه اصطلاح کمیشن کار وایي؛ بارکزي د شرعې قوالې په اخیستلو کې د کمیشن کار مداخله غیرقانوني بولي.

لیکونکې: فرشته مرسل
XS
SM
MD
LG