د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

لطیفه د کورني تاوتریخوالي له امله له پښو فلج شوې ده


د ارزګان ولایت اوسیدونکې لطیفه
د ارزګان ولایت اوسیدونکې لطیفه
په افغانستان کې د بشري حقونو بنسټونه اندیښنه ښیې، چې ورځ تر ورځې په دغه هېواد کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالې کچه لوړیږي.

د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل وایي، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالې کره ارقام نشته، خو د هېواد په عدلي او قضایې ادارو کې یې د سمې څیړنې غوښتنه کوي.

له ښځو سره د تاوتریخوالي په یوې وروستۍ پیښه کې یوه میرمن له ارزګانه د شکنجو له امله کابل ته راوړل شوې.

د ارزګان ولایت اوسیدونکې لطیفه د کابل د وزیر اکبر خان د روغتون پر یوه بستر پرته ده، رنګ یې الوتې دی او د خاوند او د هغه د کورنی د تاوتریخوالي له امله یې په بدن کې ژور ټپونه لیدل کېږي.

۲۳ کلنه لطیفه ځکه سمه خوزیدی نشي، چې خاوند یي له هغې د ګرزیدو توان اخیستی، لطیفه د دغې پیښی کېسه داسې کوي:

"ما بینډی را واخیستې تخم یې د کور پچې پر سر توې شو، زما خواښې ویل ورشه ها کڅوړه را خلاصه کړه ما چې هغه کڅوړه ورخلاصه کړه دی، چې راغلو ویلې دا بینډی چا دلته تویې کړي ما ویل ما تویې کړی ویل یې ولې؟

نو لور ورسره وه دا دواړه پښې یې په لور راته کش کړې په لور یې ټوکر ټوکر کړم ویې وهلم، ویې وهلم دلته چې د مغزي پر هډوکو یې ووهلم زه ولویدم زما غیږ کې نجلی وه نجلی راولویده."


هغه د خپل ورور عبدالباري په سپارښتنه خپل غاښونه، چې خاوند یې مات کړي راوښودل ورور یې د هغې درې ګوتې هم راوښودی چې نه خوزیدي او هډوکي یې مات وه.

۲۳ کلنه لطیفه چې یوه کوچنی لور لري د جسمي شکنجې له امله یې دواړه پښې شلې شوي خوله یې څیرې ده، او په خپلې ملا کې یو ژور ټپ لري رواني حالت یې هم ښه نه دې:

"زما لیور راغلو مور ته یې ویل دې دا پښې ولې غزولي، ولې کار او ژوند نه کوي.

دې ورته ویل ماښام دې ورور دوه لرګي او چپلاقه ووهله اوس دې ځان اچولې وایي، زما پښې مړې دي زه نشم کولاې، نو ایشیدلای چایجوش چې پر اور باندې وه وایې خیسته او زما پر پښو یې راونیول ما ورته کته پرې پوهیدمه نه.

دا چای جوش یې ونیوه زما پر پښویې ایشیدلې اوبه تویولې تڼاکې پورته کېدې ماورته کتل خو پرې نه پوهیدم."


په دې وروستیو کې له افغان ښځو سره د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده په دغو پیښو کې د ښځو وژنې، وهل ټکول، د هغوي د بدن د غړو غوڅول او نورې بې رحمانه شکنجې شاملې دي.

د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل هم وایي، چې په بې ساري توګه دغه ارقام لوړ شوي، خو په دې باور دی تر هغو چې په هېواد کې امن رانشي نو د افغان ښځو په وړاندې تاوتریخوالی به هم اوچتیږي:

"زموږ هم اندیښنه شته چې زموږ د ساحوي د فترونو د مالوماتو له مخې په دې ورځو کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالې زیات شوی نه یوازې زمونږ بلکه د ښځو چارو وزارت او د بشري حقونو نور بنسټونه هم په دې اړه اندیښنه ښودلې چې د هیواد مختلفو مناطقو کې په تیره بیا په تیرې یوې میاشتې کې ډیرې پیښې ثبت او خپرې شوې."

پخوا تردې په لسګونو ښځې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له تاوتریخوالې سره مخ شوي دي.

روانې اونې په پیل کې هم د هغې ښځې په اړه راپورونه او عکسونه خپاره شوه چې له غزني څخه کابل ته راوړل شوې وه او د هغو شکنجو نښې یې په مخ او نور بدن کې لیدل کېدې چې خاوند به یې ددې لاسونه تړل او په غیر انسانې ډول به یې شکنجه کوله.
XS
SM
MD
LG