د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

د ننګرهار یو شمېر بزګر تر کوکنارو زعفران ګټور بولي


بابا یاسین هغه بزګر دی، چې د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ په چهارباغ سیمه کې د لومړي ځل لپاره د کرنې ریاست په مرسته په خپله دوه جریبه ځمکه زعفران وکرل.

بابا یاسین هغه مهال زړه نازړه و، چې د ده ځمکه به د زعفرانو حاصل ورکړي او که څنګه؟ خو کله، چې د زعفرانو حاصل یې تر لاسه کړ، اوس د زعفرانو پر ګټو پوه شوی دی.

بابا یاسین وايي، ډیر شمېر بزګران د کوکنارو کښت ته خوښ دي، خو دی وايي، زعفران هغه بوټی دی، چې له هره پلوه تر کوکنارو ګټور دی.

"له کوکنارو نه د زعفرانو کرکیله په دې ښه ده، چې د زعفرانو نرخ جګ دی او مارکیټ هم لري او بله خبره دا ده، چې په ننګرهار کې زعفرانو ښه نتیجه ورکړې ده."

بابا یاسین اوس په بابایي زعفران مشهور دی، ځکه هغه مهال، چې د ده پر ځمکو د زعفرانو ښکلې پاڼې راوغوړیدې په کلې او ګاونډ کې یو شمېر نورو ښځينه او نارینه بزګرانو د بابایاسین لاسنیوی وکړ او د هغه په لارښوونه يط په خپلو ځمکو زعفران وکرل.

په دې بزګرانو کې اته تنه ښځينه بزګرې هم وې او دغه ټول ښځينه او نارینه بزګران د زعفرانو د کښت په اړه خوښي ښکاره کوي او په خبره يې د دوی پرځمکو د بل هر بوټي ورته زعفران ګټور دی.

یو بزګر وايي: "موږ تیر کال زعفران کرلي وو، دا خو لومړی کال دی، حاصل يې بد نه و او اینده کال کې به نور هم ښه شي.

بي بي خدیجه وايي، موږ بابا یاسین د زعفرانو کرلو ته هڅولي یو، د کوکنارو د دې کرل ډير ښه دی اسانه هم دی او حلال هم دی."


بابا یاسین، چې اوس د زعفرانو په کښت کې پوره تجربه تر لاسه کړې او نور بزګران يې هم روزلي دي؛ وايي، چې په ننګرهار کې زعفران ښه نتیجه ورکوي؛ خو غوښتنه يې دا ده، چې دولت باید د زعفرانو تولید ته مارکيټ پیدا کړي.

په همدې خاطر مو د ننګرهار د کرنې له رییس انجینرمحمد حسین صافي سره خبرې وکړې؛ هغه وايي، اوس يې په ننګرهار کې د زعفران کارانو یوه اتحادیه جوړه کړې او په پام کې لري، چې دا اتحادیه د هرات او د هیواد نورو اتحادیو سره وصل کړي؛ تر څو د یو او بل په مرسته د دوی زعفرانو ته مارکیټ پیدا شي.

نه یوازې، چې په سرخرود بلکې د ننګرهار په څوارلس ولسوالیو کې د کرنې ریاست له خوا د زعفراني ازمایشي کښت ترسره شوی؛ چې د چارواکو په خبره دغه ازمایشي کښت په دې ولایت کې ښه نتیجه ورکړې ده.

هغو بزګرانو چې په خپلو سیمو يې زعفران کرلي دي؛ وايي، که چیرې د کرنې ریاست له خوا له بزګرو سره د زعفرانو د کښت په برخه کې مرسته وشي؛ نو په ننګرهار کې د کوکنار د کر پر ځای ښه بدیل کیدلی شي.

راپور: شاه محمود شینواری - جلال اباد
XS
SM
MD
LG