د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

د پکتيا په ډېرو ولسواليو کې ښځینه ډاکټرانې او قابلګانې نه شته


په پکتيا کې ۲۴ قابلې له دوه کلنو طبي زده کړو څخه وروسته په داسې مهال ولسواليو ته استول کيږي چې په ډېرو لرو پرتو ولسواليو کې خلک شکايت کوي چې په کلينکونو کې يې روغتيايي کارکوونکې ډاکټرانې او قابلګانې نشته.

سره له دې چې په پکتيا کې له تېرو څو کلونو راهيسې نجونې د قابلګۍ په پروګرام کې روزل کيږي خو بيا هم د پکتيا په ډېرو ولسواليو کې داسې روغتونونه او کلينکونه شته چې ډاکټرانې او قابلګانې پکې نه شته.

د پکتيا عامې روغتيا ريسه نازدانه پکتياوال وايي چې دا قابلګانې به هغو سيمو ته لېږي چې دوئ ورڅخه ور معرفي شوې دي او په دې دوه کلنه دوره کې يې زده کړې ترسره کړې .

نوموړې وايي له دې ۲۴ نجونو چې د دې ولايت د بېلابېلو ولسواليو څخه دي ، ژمنه اخيستې چې له زده کړو بشپړولو وروسته به په خپلو هغو ولسواليو کې کارکوي چې دوئ هم پکې قابلګانو ته اړتيا لري او هم دغه نجونې له هغو ولسواليو د دې دوه کلن کورس له پاره ورمعرفي شوې دي:

"دا نجونې چې له کومو سيمو څخه رامعرفي شوې دي، بيرته يې هغو ځايونو ته لېږو په دې خاطر چې هلته موږ قابله ګانو ته ډېر ضرورت لرو."

د عامې روغتيا ريسه نازدانه پکتياوال دا هم وايي چې له دې وړاندې يې هم تر سلو پورې نجونې له دې ډول دوه کلن کورس څخه فارغې شوې او سندونه يې ترلاسه کړي دي.

دا زياتوي، چې په هغو کې يې يو شمېر په کار بوختې او نورې په کور ناستې دي، خو د ياد دوه کلن طبي کورس څخه فارغېدونکي نجونې وايي چې دوئ د دې لېواله وې چې په خپل کور کلي کې دنده سرته ورسوي او د مور ماشوم د مړينې کچه ټيټه کړي، د دې کورس څو تنه ګډونوالې:

"زه تمنا يم، کوشش مې کاوه چې په دې کورس کې يو څه زده کړم او بيا مې خپلو کليوالو يا خپلو خلکو ته ګټه ورسيږي."

"زما نوم مسکا دی، د ځاځي اريوب اوسېدونکې يم له هغه ځايه راغلې يم دلته مې په دې کورس کې ډېر څه زده کړي او له دې ځايه چې زه ځم او خلکو ته خدمت کوم خوشاله به يم، دې کورس ته په خپله خوښه راغلې يم، او په خپله خوښه به کار هم کوم."

دوئ دا هم وايي چې له دې کورس څخه تر فارغېدو وروسته په خپلو سيمو کې نورې هغه نجونې هم دې ته وهڅوي چې تر دولسم ټولګي پورې يې زده کړې کړې وي، چې په دې ډول کورسونو کې ګډون وکړي او د خپلو سيموالو خدمت وکړي.

د يادونې وړ ده چې له دې دورې وړاندې هم څلور دورې نجونو چې شمېر يې تر سلو اوړي له ياد روزنيز مرکز څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړي خو د بېلابېلو ستونزو يادولو له وجې يې شاوخوا ۳۵ قابله ګانې وظايف سرته رسوي او پاتې نورې يې په کورو ناستې يا هم په مرکز ګردېز کې د نورو ادارو کارمندانې دي.

راپور - داود تپان –پکتيا
XS
SM
MD
LG